کور / راپور / د لوی افغانستان د جوړیدني 270 یمه کلیزه او د افغان کلتور نړیواله ورځ ولمانځل سوه

د لوی افغانستان د جوړیدني 270 یمه کلیزه او د افغان کلتور نړیواله ورځ ولمانځل سوه

د لوی افغانستان د جوړیدني 270 یمه کلیزه او د افغان کلتور نړیواله ورځ ولمانځل سوه 

د جرمني په کولن ښار کی د افغانستان د کلتوری ودی ټولنی په کوربه توب او په اروپا کي د میشتو افغاني ټولنو په ملاتړ د جرمنی په کولن ښار کي د لوی افغانستان د تاسیس 270 یمه کلیزه او د افغان کلتور نړیواله ورځ په شانداره مراسمو، مقالو، مشاعره او موسیقی ولمانځل سوه. 

په غونډه کي اروپا میشتو افغانانو او افغاني ټولنو استازو له سویډن، هالنډ، اطریش، بلجیم او نورو هیوادونو څخه ګډون کړی ووږ په غونډه کي د لوی افغانستان د موسس احمد شاه بابا، د لوی افغانستان د تاسیس مبارزین، افغان کلتور، د ډیورنډ کرښه، ملي یو والی، افغانستان د لویو تمدونونو وارث او یو شمیر نوری مقالو تر لوستل سوې. 

 

د غوندې ډوهمه برخه کي مشاعره او ټنګ ټکور پروګرام جوړ سو، شعرونه، ترنم، ترانې ولوستل سوي او بحرام ځاځي په خپل ښکلی ږغ او موسیقي غونډي ته لا ښکلی رنګ او خوند ور کړ.