کور / راپور / هند د افغان سرتېرو په روزنه کي مرسته کوي

هند د افغان سرتېرو په روزنه کي مرسته کوي

هند او افغان حکومت هوکړه کړې چي له مخي به ئې هند افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.

هند وړاندي ويلي وو چي افغانستان ته به هيڅ هندی پوځي ونه لېږي.

د افغانستان اجرائيه رئېس ډاکټر عبدالله عبدالله نن پنجشنبه په هند کي د هغه هيواد د لومړي وزير نريندرامودي سره ګډه ناسته درلوده.

په ياده کتنه کي د دواړو هيوادو پر ستراتيژکو اړيکو او همکارۍ خبري وسوې. ډاکټر عبدالله د هند هغه هڅي وستايلې چي د افغانستان په زېربنايي او نورو برخوم کي ئې کړي دي.

دواړو مشرانو د ترهګرۍ د ګواښونو او په مخ کي ورته پراته خنډونو په هکله هم خبري وکړې.

ښاغلی عبدالله به د نورو هندي چارواکو ترڅنګ د هند د ولسمشر سره هم وګوري.

همداراز په نوي ډيلي کي نن افغان-هند ګډ نندارتون ته د عبدالله عبدالله او د هند د کار او صنايعو وزير ويناوي وکړې.

د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وويل: دا نندارتون د افغان-هند سوداګرۍ لپاره ښه چانس دی ترڅو هندي او افغاني شرکتونه په خپلو کي سوداګريزي توافقنامې لاسليک کړي او افغان حکومت هندي سوداګرو ته خوښ دي ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي.

دې نندارتون ته په کابل کي دامريکا د سفارت شاژدافير هم ورغلی دی.

په ياد نندارتون کي ۲۰۰ افغان سوداګريز شرکتونو ګډون کړی دی چې وچه او لنده مېوه،  زعفران، لاسي صنايع، قېمتي ډبري او نور توليدات ئې نندارې ته وړاندي کړي دي.

ددې ترڅنګ ۵۰۰ هندي سوداګريزو شرکتونو هم خپل توليدات نندارې ته وړاندي کړي دي.

دا نندارتو د امريکا د يو ايس آی ‌ډي USID ادارې لخوا ترتيب سوی دی او څلور ورځي به دوام وکړي.

له دې وړاندي هند او افغانستان په ګ‌ډه يو سوداګريز دهلېز هم پرانيست چي له دې لاري زياته وچه او لنده مېوه له افغانستانه هند ته لېږدول سوې ده.