کور / راپور / د کندهار پر معروف ولسوالۍ موټربم بريد سوی دی

د کندهار پر معروف ولسوالۍ موټربم بريد سوی دی

د کندهار امنيه قوماندانۍ وايي چې تېر ماښام پر معروف ولسوالۍ د طالبانو بريد ۱۲ افغان سرتيري وژلي او څلورنور ئې ژوبل کړي دي.

دا بريد په چاودېدونکو توکو بار د يوې شوبلي په واسطه ترسره سوی دی چي د ولسوالۍ د ودانۍ سره ټکر سوې او چاودنه ئې کړې ده.

د کندهار د پوليسو وياند ضياء دراني رسنيو ته وويل چې پېښه تېر ماښام رامنځ ته سوې ده او حکومتي ځواکونه توانېدلي چي طالبان له يادي ولسوالۍ پر شا کړي.

طالب وياند قاري يوسف بيا وايي د معروف ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو په کنټرول کي وه او له ولسوالۍ څخه د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو وروسته وتلي دي.

نن د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د پيښي ځای ته ورغلی وو او هلته ئې د افغان سرتيرو سره وليدل او د هغوی زړورتيا ئې وستايل چي طالبان ئې پر شا تمبولي دي.