کور / تازه خبرونه / د شهدايي اسلام كانفرنس له پاى ته رسېدو وروسته چاودنه وشوه

د شهدايي اسلام كانفرنس له پاى ته رسېدو وروسته چاودنه وشوه

په ډېره اسماعيل خان كې د شهدايي اسلام كانفرنس له پاى ته  سره سمدستې يو چاودنه شوه چې د لومړنيو راپورونو له مخې پكې څلور تنه ټپيان شول .


چاودنه هغه مهال وشوه چې خلك د كانفرنس له پاى رسېدو وروسته كورونو ته د تګ په حال كې وو .


په چاودنه كې ټپي شوي كسان دا مهال د ډېره اسماعيل خان په ملكي روغتون كې تر درملنې لاندې دي .


تر دامهاله د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او نه هم امنيتي ځواكونو څوك له پېښې سره د تړاو لرولو په تور نيولي دي .