کور / کیسه / کاش چي مي يوځل . . .

کاش چي مي يوځل . . .

کاش چي مي يوځل دوروستي ځل لپاره ليدلئ وائ  


زه خوداسې پوه شوى وم چې الوتکه يې اووبجوپروازلري،دسهاردلمانځه له آذان سره مې له سره برستن واره کړه،انګړته راووتم آسمان ته مې وکتل يوخړستورى چې په ورکېدو وو وځلېده،دنوروجوماتونودآذان غږونه هم راتلل. ورو ورو يويوخلاصيده، ژرمې اودس وکړ،په لمانځه کې مې هم ته په خيال کې وې، ويل به مې چې دسترګوبه دې هماغه اندازوي،باڼه به دې هماغسې کاږه واږه وي،نرى ورېځې،دشونډومسکا، … هماغه وي که … ؟


ريښتياوايم دلمانځه په خلاصيدوپوه نه شوم. دلمانځه دخلاصيدوسره مې سم وجود ورېږديده،خولې راباندې ماتې شوې حلق مې وچ وچ کيده.


ډېروډارشوم،چې بياهغه دکال وړاندې په څېرنه شي،چې ودې نه وېنم. په همدې کې مې جرابلې چې يوه يې په استره وه پښوکړې،اوخپل وړکى ورور مې په هماغه شنه سهار کې راويښ کړ،اوبوټونه مې پرې رنګ کړل،دامې هم ورته وويل چې سپاره دې واخله اوجومات ته لاړشه. کومه بهانه يې راته وکړه نورمې ځان ناګاره واچاوه،دهليزنه په وتلوسره مې قدنماآينې ته پام شو، وروګرځېدم کله چې مې ځان مخامخ آينه کې وليد،ريښتيا! ځان ته په غره شوم،يوڅه نورمې هم په ځان صورت اونېکټايي ګوتې ووهلې،اويودوه فلمي اکټونه مې هم وکړل،سترګې مې کش کش کړې قواره مې وکړه اواوږې مې پورته پورته واچولې اودکورتۍ Ø
 �ڼۍ مې وتړلې اودکوردوره څخه رابهرشوم. او دوره دروازه مې هم خلاصه پرېښوده، لږتم شوم اوځان ته مې يوځغلنده نظروکړ،چې څه حوبه راڅخه پاتې نه وي اوآياروپۍ راسره شته ؟ لږڅه ډاډه شوم په ګړنديوګړنديوګامونومې ځان دموټروتم ځاى ته ورساوه،موټرراغى او زه هم ورپورته شوم ،دموټرچلوونکى هم ټيپ چالانده کړى وو اوداسندره يې غږوله:


څوبه په سترګوکې ګيلې کړې راته
ددې پښتودې راته مه وايه څه
لکه داوښکومې لېموکې اوسه
دتوئيدودې راته مه وايه څه


دسندرې په وروستيوکې سندرغاړې نغمې دشعردابرخه سندريزه کړه اوويي ويل:


دبېلېدودې راته مه وايه څه
ددې شېبودې راته مه وايه څه
لکه باران شېبې شېبې ورېږم
ياره دتلودې راته مه وايه څه


خداى شته دى سندرې ډېرخوندراکړ،اودنغمې سره مې يوځاى سندره زمزمه کوله يوځلي مې سرپاس دموټرپه بام ولګېده،ټول چرت يې راخرابه کړ،ځکه چې زموږدلين سړک ډېروران وو اوموټروان هم دومره په لوري نه ته لکه چې ځان به يې ښوراوه اوداسې روان وو چې ته به وايې کومې بولې ته روان يو.


نه پوهېږم چې څه مې کړې واى. که کوزشوى واى بل موټرنه وو که موټروان ته مې ويلې وى چې ګړندى لاړشه ،نوپوهېدم دايې نه منله،اونه پوهېدم دزړه وېره اودرزا مې وارپه وارډېريده زړه مې وه چې په هواورشم،څه مې کړي واى،کله چې څوک بېړه لري نووخت هم رز رز تېرېږي،درېيم مکروريان ته په رسېدوکې وارخطايي (تلوار) مې نورهم ډېرشو. په دې چې بياهم لارې بندې وې د(عبدالحق څلورلارې څخه دعامې روغتياترڅلورلارې پورې ټول موټرپه ليکه وو. خلکوډول ډول خبرې کولې،چاويل کوم وزيردخپلې کورنۍ ليدوته المان ته ځي چاويل چيرته ځي ځينونوروويل چې په عيدګاه مسجدکې کومه کيسه ده نورولاپسې نورنورڅه غږول،خوپه اصل کې څوک نه پوهېدل چې څه خبره ده اولارې له څه امله بندې دي.
زموږدموټرخواسره يوساتونکى (عسکر) دتېرېدوپه حال کې وو.مادموټرڅخه سر ووېسته اوورته مې وويل وروره! بياڅه کيسه ده چې …؟ زماخبرې يې بېواره غوڅې کړې اوويې ويل (چراخبرندارى ده يى هفته سالگردشهادت آمرصاحب است) ماورته وويل هغې ورځې ته خولاډېرې ورځې پاتې دي ،دلاس په ښورولوسره يې په قهرجنه لهجه وويل (آدم وارى گپ بزن ) ماژربېرته سرموټرته ننيسته ،دزړه په حال مې نورزه هم نه پوهېدم،خوارقسمت ته مې ستونۍ ډک ډک کېده،نورپوهېدم چې دليدوامکان يې ډېرلږدى اودشاعرې صفيې هغه ويناراته ياده شوه:


خواره قسمته چې په ښه مې نه شوې
دبدلېدودې راته مه وايه څه


موټروان ته مې وويل وروره!يوه چاره وکړه،ډېرضرورکارلرم،هغه راته وويل وروره! څه چاره وکړم وړاندې وروسته مې موټرولاړدي په دې موټرکې دنورې سورلۍ غالمغال هم ډېرشو،دخلکوپه خوله چې هرڅه راتلل ويل يې،زماچرت په هوايي ډګرکې وه،رڼې رڼې مې په موټرکې اړولې،خوامې بده وه،نوروخلکوته مې هم غوسه راتله اوله موټره مې ځان راويسته اوپوه نشوم چې له کومې لارې اوڅه ډول مې ځان هوايي ډګرته ورساوه، هوايي ډګرکې مې خپلې تورې دريشي ته فکرشوچې تقريباً له سپېره ګرده سپينه اووښتې وه،پوه شوم چې الوتکې پوره يوساعت وړاندې پروازکړى وه.


ماهغه وخت يوازې دستمال راوېستلى اوپرمخ بهيدلې اوښکې مې پاکې کړې،لاسونه مې سره ومښل اوپه لومړۍ ځل مې ښېراخولې ته راغلې اوافسوس مې وکړچې کاش کې چې يوځل مې دورستى ځل لپاره ليدلې وى. بياخداى(ج) خبرچې دژوندديدن به مووشي که … نه …؟ دشاعرستانکزى په وينا:


راته هېڅ پام دهغه چانه کېږي
چې يې نازونه وړم زړګى دپاسه