کور / شعر / غزل

غزل

د عمرونو یو منزل ګوری وما ته
پر زړګی باندی غوبل ګوری وما ته
 
په خوښۍ باندی چی شپي نن تیرومه
خو یو وخت لا هم ژړل ګوری وما ته
 
که موسکا می نن په شعر کی نڅیږی
خو سبا دغم غزل ګوری وما ته


دسبا کار به سبا له خیره ګورم
دنن کار نن ختمول ګوری وما ته
 
عمری دګناه پلنډه دلته پریږده
دلحد په لوری تلل ګوری وما ته