کور / تازه خبرونه / د پکتيا پر امنيې قومندانۍ ډله ايز بريد وسو

د پکتيا پر امنيې قومندانۍ ډله ايز بريد وسو


د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د نن سهار پر دوو ځانمرګو بریدونو کې د پکتیا د امنیه قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني په ګډون ۱۰ تنه وژل سوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.دوژل سویو او ټپي سویو له جملې څخه یې اکثریت ملکي وګړي دي چې د امنیه قومندانۍ په قره ول او دننه کې د پاسپورټونو او تذکرو د اخیستلو لپاره راټول شوي وو.

په دغه برید کې د پکتیا پوهنتون په لیلیه کې میشتې ۱۰ تنه زده کړیلانې هم ټپیانې دي. بریدونه سهار مهال نهه بجې او دېرش دقیقې د موټرونو په واسطه ترسره شول. تر دې دمه شپږ تنه وسله وال طالبان هم له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل سوي دي او پاتې نور چې شمېر یې لا څرګند نه دی، له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي. د پېښې ساحه تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده او ډېر ژر به پاتې وسله وال هم له پښو وغورځول شي.