کور / راپور / د پکتيا پر امنيه قومندانۍ ډله ئيز بريد مرګژوبله اړولې ده

د پکتيا پر امنيه قومندانۍ ډله ئيز بريد مرګژوبله اړولې ده

د پکتيا ولايت پر امنيه قومنداني د نن سهار بريدونه پای  ته رسېدلي دي، په يادو بريدونو کي چي د دوو موټرو  په واسطه ترسره سوي وه د پکتيا د امنيه قومندان مل پاسوال توريالي عبيدي په ګډون شاوخوا ۴۰ کسان وژل سوي او د ۱۵۰ په شاوخوا کي نور ټپيان سوي دي. د حکومتي چارواکو په وينا ۴۰ تنه ملکي وګړي او پولیس وژل سوي او ۱۵۱ تنه نور ملکي وګړي او ملي پولیس ټپیان شول. همدا رنګه په دغو بريدونو کي ۱۱ تنه بريدګر هم د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت د خبرپاڼي له مخي لومړی بريد په چاودېدونکو توکو بار يوه مزدا موټر په واسطه د امنيې قومندانۍ سره لګېدلي د پولیسو په روزنيز مرکز ترسره شو، چي ورپسې په دوو نورو موټرونو کي سپاره وسله وال د امنيې قومندانۍ دننه ننوتلي دي. له دواړو موټرو څخه يې يو هدف ته له رسېدو وړاندې او بل ئې د پکتيا د امنيه قومندان د دفتر تر څنګ ځان ته چاودنه ورکړې، چې په نتيجه کي یې نوموړی له خپلو ساتونکو سره يو ځای ووژل سو. د موټر بم بريدونو تر څنګ يو شمېر بريدګر له موکي څخه په استفاده د پکتيا امنيې قومندانۍ او د عامه نظم لېوا ودانيو ته ننوتلي وو، خو د افغان ګډو ځواکونو لخوا ووژل شول او وسله واله نښته د ماسپښين په يوه نيمه بجه پای ته ورسېده.

دغه بريدونه نن سهار هغه مهال وسول چې لسګونه ملکي وګړي د پکتيا امنیه قومندانۍ دننه د پاسپورت او تذکرو اخيستلو لپاره په کتارونو کي ولاړ وو. د بريد ډېره برخه قربانيان د پاسپورټ او تذکرو اخيستونکي، د پکتيا پوهنتون ښځينه او نارينه محصلين، د کابل – ګردېز لویې لارې لارويان او امنیې قومندانۍ ته څېرمه ميشت ملکي وګړي دي. د بريد له امله نږدې کورونو، جوماتونو او کاروباري ځایونو ته زیانونه اوښتي دي. په بريدونو کي ټپي کسان د پکتيا په ملکي ولایتي روغتون او د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون کي تر درملنې لاندې دي او شديد ټپیان د کابل څلور سوه بستريز روغتون ته لېږدول سوي دي. پکتيا والي شميم خان کټوازي د پېښې له ځای څخه د ليدنې پر مهال دغه بريدونه د دښمن بزدلانه عمل وباله او زیاته یې کړه، چې په دغسې شومو کړنو سره دوی نشي کولای زموږ د اتلو امنیتي ځواکونو مورال ټکی کړي. نوموړي د پکتيا له مشرانو، ځوانانو، ولسي وګړو، د پوهنتون له محصلينو او د ښوونځيو له زده کوونکو مننه وکړه، چې د پېښې پر وخت یې ټپیانو ته د وينې د ورکړې لپاره په ګڼ شمېر کي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړه.