کور / راپور / د کوزي پښتونخوا په کوئټه کي پر پوليسو چاودنه سوې ده

د کوزي پښتونخوا په کوئټه کي پر پوليسو چاودنه سوې ده

د کوزي پښتونخوا په کوئټه کي د يوې چاودي له امله د پوليسو پنځه سرتيري وژل سوي او ۲۲ کسان ټپيان دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي وايي: پوليس په يو لارۍ موټر کي ښار ته پرلاره وه چې چاودنه ورباندي وسوه.

تر اوسه مالومه نه ده چي دا ځانمرګی بريد وو که ريموټ کنټرول ماين وو. يو پوليس وويل په يوې ګاډه کي چاودېدونکي توکي وو چي د پوليسو د موټر په ور رسېدو سره ئې چاودنه وکړه.

د ياد بريد پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستې ده.

محمد خراسانی چي د پاکستاني طالبانو د غورځنګ وياند دی په يوې اعلاميه کي ويلي دي چي بريد دوی کړی او موخه ئې ملېشه ځواکونه وه.