کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د توريالي عبدياني جنازې ته ورغئ

ولسمشر غني د توريالي عبدياني جنازې ته ورغئ

 ولسمشر محمد اشرف غني د يو شمير لوړ پوړو چارواکو سره يو ځای په سردار محمد داوود خان روغتون کې د قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني جنازې ته د درناوي په مراسمو کي برخه واخيسته.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په سردار محمد داوود خان روغتون کې پخپل حضور، د پکتیا امنیه قوماندان، مل پاسوال توریالي عبدیاني جنازې ته احترام وکړ او تر ځانګړي ځایه یې پخپلو اوږو ولېږدوه. هغه همدا راز د شهید عبدیاني د ترفیع او کورنۍ ته یې د یوه اپارتمان د ورکړې لارښوونه وکړه.


مل پاسوال توريالی عبدياني پرون په پکتيا کي پر امنيې قومندانۍ د طالبانو لخوا په ډله ايز بريد کي ووژل سو.