کور / تازه خبرونه / 240 کيلومتره سړک په پاخه او عصري ډول جوړيږي

240 کيلومتره سړک په پاخه او عصري ډول جوړيږي

 


د بلخ او باميان تر منځ د ۲۴۰ کيلو متره سړک د جوړيدلو او ډامبر کولو تړون پرون د فواعد عامي وزارت او کوريا د سام ون کمپنۍ تر منځ لاسليک سو .


دغه پروژه چي په دريو کلونو کي به بشپړه سي مصرف يې يو سل څلوېښت مليونه ډالره کيږي ، پيسې يې د مرستي په توګه د اسيا د پرمختيايي بانک له خوا ورکول کيږي .


د فواعد عامي وزير انجنير سهراب علي صفري خبريالانو ته وويل : په دغه پروژه کي د مزار شريف او پل براق تر منځ د ۷۵ کيلو متره عصري ډامبر سړک تر جوړيدو تر څنګ د پل براق څخه د دره سوف پوري د غځيدلي ۶۴ کيلو متره سړک بيا رغاونه هم شامله ده .