کور / اسلامي / د مباشرت آداب

د مباشرت آداب

د مباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب :



لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب  پر يوه ځل سره  ټولی دجاهليت دوخت بی شرمی له مينځه يوړی دهغه  پر ځاي  يی په ټولنه کی  يوازی  اسلامی نکاح منځ ته راوړه  .


څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت  طريقه شوه همدارنګه  دنکاح په منځ کی د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی  .



دمباشرت آداب :


۱- دلومړی ځل لپاره چه کله ناوی له خپل خاوند سره يوځای کيږی سنت طريقه داده چه اول  د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايی بيا دا دوعا ووايی :


الهم انی اسلک خيرهاوخير ما جبلتها عليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه  ((ای خدايه  زه له  تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .


۲- دجماع دشروع کيدلو وخت کی بسم الله  ويل ضرور دی  چه ډير ذيات برکات لری يا دا دعا ويل  الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی  او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ  په نصيب کی  ليکلی  وی )) .


۳- دکورواله په وخت کی بايد سړی ځان لوڅ نه کړی  يوه پرده پر ځان واچوی .


اوخپل انسانی کرامت وساتی .


حضرت محمد (ص) فرمايی : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .


۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی )  په جريان کی له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی  ځکه  حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کی ښځه په عادتی شکل د رحم ناپاکه وينی  غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کی يوځای کيدل  دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوی .


همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی  جريان لری اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وی چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوی .


الهی لارښوونه :


وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ  ( البقره 222 ).


(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).


نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دی ،داسی نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځی څخه د حيض او ولادت په دوران کی کرکه وشی .


بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شی ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وی او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی  تياری وی .


۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف  يوځايوالی سخته کناه ده .


بی حده لويه بی شرمی ده چه په حيواناتو کی هم داسی کار وجود نلری


ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع)  قوم څنګه تباه شو


پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا  لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کی جماع وکړی (رواه  ابوداود ،احمد ) .


۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يوراز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بی ننګی ده .


دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ  به دالله تعالی په مخکی هغه سړی بدترين درجه کی وی چه د ښځی سره جماع  کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوی (رواه مسلم ).


يادونه : نورټکی هم شته ولی هغه کوم چه ضروری ؤ دلته ذکر شول .


 hamdullah_610@yahoo.com