" /> " /> " /> " /> زما ملګرو کي يوازي ته يې   – لراوبر ویب پاڼه
کور / شعر / زما ملګرو کي يوازي ته يې  Fotos

زما ملګرو کي يوازي ته يې  Fotos

((زما ملګرو کي يوازي ته يې
چي مينه پېژني په مينه پايې))
ته هم د ميني په مانا پوهېږې
ته هم زما په هرڅه ترا پوهېږې


نو!


((زما ملګرو کي يوازي ته يې))
چي زما خوی زما عادت پېژنې
زما رښتيا رښتيا وينا پېژنې
زما په سترګو کي موسکا پېژني


نو!


دا نور خلک دي دعوي نه کوي
زما ترڅنګ دي غربړي نه کوي
چي مي په نوم او ستاينوم يادوي
هسي بي ځايه دي ناري نه کوي


((زما ملګرو کي يوازي ته يې))


چې!


زما ژوند کي خوشالي غواړې
زماهېواد کي ابادي غواړې
ته مي تر تله نيکمرغي غواړي



زه دي هم ساتمه په زړه کي اشنا
دا ستا يادونه به وي مله راسره
هېڅ به دي نه پرېږدم يوازي اشنا
ستا به يم، ستا به يمه، ستا به يمه



زه نه پوهېږم څنګه دي وستايمه؟
زه په قاموس کي درته توري ګورم
خو داستا وړ په کي هېڅ شی نه وينم
رښتيا په زړه کي مي يوازي ته يې
((چي مينه پېژني په مينه پايې))
((زما ملګرو کي يوازي ته يې
چي مينه پېژني په مينه پايې))



کابل / نوی ښار
پينځه نۍ







تبصره نسته

  1. مینه او سلامونه مې ومنی، هيله ده ټول پښتانه او په ځانګړې توګه ستانکزی صاحب او لر او بر پانې مسولين ښه ياست.
    ډېر ښايسته ځواني لرې او دخپلې ځواني په څېر دې ښکلی شعر ليکلی دی، الله دې له بدو سترګو وساته او په ذوق او علم دې خدای نور هم مهربانه شه.
    ستا لیکنې او شعرونه لولم، شعر دې کم دی، خو ليکنې دې ډېرې ښې او په زړه پورې علمي ليکنې دي، خوند راکوي او دعلم پانګه مې ډېروي، خدای دې ستاسو د علم پانګه تر دې لا نوره هم ډېره کړي، چې خپل کړيدلي ولس ته نور هم د ادب له لارې چوپړ وکړﺉ، په ماباندې ګران يې او زه درته تل لاس په دعا يم.
    ژوند دې ډېر او سرلوړی دې غواړم
    په مينه ستاسې
    مینه