کور / تازه خبرونه / کریم خلیلي د ولسمشرۍ له دویېمې مرستېالۍ استعفی کړی.

کریم خلیلي د ولسمشرۍ له دویېمې مرستېالۍ استعفی کړی.

د ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي له خپلې دندی استعفی کړی او خپل استعفی لیک یې د لاسلیک لپاره ولسمشر کرزي ته لیږلی، لر او بر ویبپاڼې ته داسې معلومات په لاس ورغلي چې ګوندی پدی وروستیو کې کریم خلیلي له ولسمشر کرزي سره د هرات دوالي سید حسین انوري د ګوښه کېدو په سر اختلافات پیدا کړي وو ، ولسمشر کرزي څو واری تصمیم نېولی وو چې سید حسین انوري د هرات له ولایت نه لری کړي ولې د هغه دوهم مرستیال کریم خلیلي ورسره وار په وار پدی مسله اختلافات پیدا کول چې تر دی استعفی وړاندی څو ځلې استعفی ورکړی وی ولې ولسمشر نه وې منلې ، د رپورټونو له مخې د هزاره ګانو لپاره د هرات ولایت په اوسنېو شرایطو کې زیات اهمیت وړ دی دوی په خپل ټول توان هڅه کوي چې ددغه ولایت والي دی هزاره وي ، د معلومات له مخې سید حسین انوري د بامیان په لسګونو هزاره ګان هرات ته وروبلل او هلته یې پراخې او ښکلې ځمکی ورکړلی او دوی یې هلته په ښو ځایونو کې میشت کړل‌ ، د غلجو درانیو پراخې ځمکې چې دایران سره په کرښه پرتې وی اوس د هزاره ګانو دي.