د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې مشاعره او څو خبرې

د لراوبر اداره | جولای 14th, 2008


((د افغانستان پرمختګ او بیارغونه)) دهغې سترې او درنې مشاعرې سرلیک و، چې د ۱۳۸۷ هجري لمریز کال د چنګاښ په ۱۴ نیټه دوردګو دکلتوري یون په نوښت او تکړه لیکوال او شاعر ګل آغا احمدي وردګ په هڅو جوړه شوې وه.


په دغه مشاعره کې له وردګو او د هیواد د نوروبیلابیلو سیمو څخه کابو ۵۰۰ شاعرانو ،لیکوالو ،قومي مشرانواو دشعر مینه والو ګډون کړی و. غونډه د کابل ښار د خوشحال خان مینې د باختر  هوټل په تالار کې د سهار په نهه نیمو بجو پيل شوه.


د مشاعره پیل د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو  په تلاوت و شو.


د ملي سرود له غږولو وروسته دمشاعرې دپیل وینا وال لیکوال او شاعر ګل آغا احمدي وردګ و ، نوموړي پخپله وینا کې له نشه یي توکو سره دمبارزې له وزارت او ټولو هغو لیکوالو څخه مننه وکړه چې ددغې مشاعرې په جوړولو کې مرستې کړې وې.            


دغه مشاعره له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړه شوې وه ددغې مشاعرې دجوړیدو په مناسبت د نوموړي وزارت پیغام د همدې وزارت  د سلاکارې آغلې انجنیر راضیې نعیمی له خوا ولوستل شو.


وروسته بیا د وردګو محصلینو استازي ښاغلي عبدالولي پخپله وینا کې دمحصلینو ستونزې او حل لارې په ګوته کړې.


له پیغامونو او ویناوو وروسته مشاعره پیل شوه چې پکې دوردګو او نورو سیموپه لسګونو شاعرانو خپل ښکلي شعرونه ولوستل


غونډه په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ له خوا و ارزول شوه اود وردګو له کلتوري یون سره یې د خپل هراړخیز ملاتړ ژمنه وکړه


مشاعره په ملي اټنونو سره د ماسپښین په دوو بجو پای ته ورسیده .


دغه غونډه په ډیر ښه ډول سره تنظیم شوې وه دمیلمنو دهر کلي لپاره څو ګروپونه ټاکل شوي و ، دهوټل په لومړي او دویم پوړ کې ځانګړو کسانو ته دنده سپارل شوې وه چې دګډونوالو نومونه ثبت کړي او دمیلمونو هرکلی وکړي .دمشاعرې دلا ښه تنظیم لپاره کار ډله جوړه شوې وه چې دځانګړو کارتونو په درلودلو سره هر چا کولای شوای ددغې ډلې غړي وپیژني او خپلې ستوزې ورته ووایي.


دمشاعرې تالار هم په منظم ډول تنظیم شوی و. دتالار په بر سر کې د ځینو میلمنو او مشرانو لپاره ریزرف میزونه په نښه شوې ول.چې دا هم دمشاعرې دښه تنظیم یوه نښه بللای شو، زموږ په زیاترو غونډو کې دې ته پاملرنه نه کیږي . په مشاعره کې دشعرونو لپاره یوه کمیټه ټاکل شوې وه . دغه راز دمشاعرې ریسه هیات هم ټاکل شوی و. دمشاعر ې په پای دوردګو دکلتوري یون له خوا پر هغو کسانو سوغاتونه وویشل شول چې دپوهنې په پرمختګ کې یې خدمتونه کړي دي.


دمشاعرې  دپیل وخت لکه څنګه چې دمخه ټاکل شوی و په هماغه وخت پیل شوه ،سره له دې چې دمشاعرې ویندویه آغلې دل افروز ځیرک دلارو دستونزو له امله لږ څه ناوخته راورسیدله ، خو مشاعره ونه ځنډیده دهغې تر راتګه یو بل ویاند مشاعره پیل کړه او مشاعر په کارتونو کې په ذکر شوي وخت پیل شوه . زموږ زیاتره غونډې پر خپل وخت نه پیلیږي ، ګډونوال دغونډو له پیله دمخه ستړي شي په دې مشاعره وخت ته ډیره پاملرنه شوې وه او دا هغه څه دي چې موږ باید تل ورته پام وساتو.


یوه ستونزه چې تل زموږ په لویو مشاعرو کې وي ،هغه دشعرونو په لوستلو کې دیوه نظم نشتوالی دی . دپکتیا په نښتر مشاعره او ځینو نورو مشاعرو کې هم دا شکایتونه ول ، چې ځینو کسانو ته وخت ورنه کړشو چې خپل شعر ولولي ،او له لیرې سیمو راغلي ځینې شاعران خوابدي شول ، په دې مشاعره کې که څه هم داستونزه تر ډیره حده کمه وه خو بیا هم دشعرونو دکمیټې له خوا دورکړل شوي لست له مخې شاعران دریځ ته نه را غوښتل کیدل


دبیلګي په توګه دشعرونو موظفې کمیټې له شاعرې او لیکوالې آغلې خاطرې اسحق زۍ څخه  غوښتنه وکړه چې خپل شعر ولولي خو هغې آغلې هغه ساعت شعر له ځانه سره نه درلود ، خو بیا هم دمشاعرې انانسر دریځ ته وغوښتله دهغې یې کور ودان خپل یو شعر یې ولوست ، داچې دشاعرانو شمیر زیات و ما هم نه غوښتل دنورو وخت ونیسم او خپل شعر ولولم ، دمشاعرې انانسر مهرباني وکړه زما نوم یې واخیست خو داچې زه په لست کې نه وم شعر مې نه ولوست. دغه راز ښاغلي عزیز تحریک دمشاعرې په پیل کې هیله وکړه چې چیرته تلونکی دی باید په لومړۍ برخه کې خپل شعر ولولي دشعر کمیټې یې هم نوم ۶ یا ۷ ولیکه خو تر ۱۱ بجو وار ورته ونه رسیده او ښاغلي تحریک خوابدی ووت .له دې یادونې مې مقصد داوو چې ولې په مشاعره کې څوک خوابدی شي او ولې هغه کسان چې شعر نه وایي مجبور شي چې شعر ووایي او نور خوابدي شي ، راتلونکو غونډو او مشاعرو ته یو وړاندیز دادی چې شاعران دې دالفبا په ترتیب راو غوښتل شي تر څو هیڅوک ګیله ونه کړي .


په هر صورت دا یوه ستونزه وه چې نږدې زموږ په ټولو مشاعرو کې وي په دې مشاعره تر ډیره حده حل شوې وه .


دا مشاعره ډیره منظمه مشاعره وه موږ باید دغه تجربې سره تبادله کړو او له مثبتو ټکو څخه دنورو غونډو او مشاعرو په لا ښه کولو کې ګټه واخلو . دوردګو دکلتوري یون لخوا دغې جوړې شوې مشاعرې ډیر داسې ټکي لرل چې با ید ترې ګټه واخلو .


دوی ته دلا زیاتو بریالیتوبونو دعاکوم چې په کلتوري برخه خپل ګران هیواد ته لا زیات خدمتونه وکړي.




لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024