کور / تازه خبرونه / مرګ پر پاکستان نارې د اروپا پارلمان مخ ته وهل کيدې

مرګ پر پاکستان نارې د اروپا پارلمان مخ ته وهل کيدې

يو شمېر افغانانو نن د اروپايي پارلمان مخ ته د پاکستان د استخباراتي ادارې ضد لاريون کي برخه واخيسته او د مرګ پر پاکستان په شعارونو سره يې په افغانستان کي د پاکستان دولت او پوځي استخباراتي ادارې isi د لاس وهنو پر ضد خپل احتجاج څرګند کړ.

دا لاريون چي په اروپا کي د افغان جرګې او بلجيم مېشتو افغانانولخوا لخوا تنظيم سوی وو نن ماپښين دوه نيم ساعته جريان درلود.

لاريون کوونکو په افغانستان کي دجګړې د قربانيانو تصويرونه له ځانه سره لېږدول د ژر تر ژره سولي غوښتنه يې کوله.

د لاريون ويناوالو په خپلو خبرو کي روښانه کړه چي افغانان د پاکستان او ايران له عوامو سره ستونزه نلري خو هغو ته مرګ غواړي څوک چي په افغانستان کي جنګ جګړو ته لمن وهي او د سولي مخنيوی کوي.

د يادوني وړ دهچي د روان ميلادي کال په اوږدو کي دا دريم ځل دی چي د اروپايي اتحاديې مخي ته د پاکستان ضد لاريون کيږي او له نړيوالو غوښتل کيږي جي پاکستان په رسمي توګه د ترهګرۍ د ملاتړکوونکي هيواد په توګه تورن او مجازات کړي.

د ننني لاريون په پای کي لاندي پريکړه ليک واورول سو چي اصل به يې د اروپا پارلمان، د ملګرو ملتونو دفتر ته وليږل سي.

اروپا كې دافغانانو دجرګې او بلجيم كې د اوسېدونکو افغانانو د لاريون پريكړه ليك

٢٠١٧ كال دنوامبر ٢٦ نيته

بروكسل ، بلجيم

زموږ دګران هېوادافغانستان خلک دڅلوېښتو کلونو راپدې خواپه نړۍ کې ترټولو اوږدې جګړې داور په لمبو کې سوځي .

دا جګړه دافغانانو ترمنځ خپلمنځې جګړه نه ، بلکه دنورولخوا دافغانانو په هېوادکې پرمخ بېول کیږي.

یوازې په تېرو دومیاشتو کې زموږ په ګران هېواد کې دتروریستی او ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون (٢٢٣)بې ګناه افغانان په شهادت رسېدلي دي او دزرو نه زيات كسان ټپیان شوي دي .

دا بریدونه څلورځلې په کابل او همداشان دپکتیا ،غزنی،تخار،هرات ،غوراو کندهار ولایتونو کې د پاکستان داستخباراتي ادارې آی اس آی او نظامیانو په مستقیمه لارښونه په پاکستان کې د روزل شویو ترهګرو لخوا ترسره شوی دی .

پاکستان په منطقه کې دبنسټ پالني ،افراطیت اوتروریزم د مرکز په توګه دڅلوېښتو کلونو نه زیات زموږپه هیوادکې دسیاسی بې ثباتۍ په خاطر لاسوهنه کوي اود خپل ستراتیژیکي عمق پر بنیاد نیابتي جګړه پر مخ بیایي او ددولتي تروریزم له لارې زموږ دهېواد دبې ګناه خلکو وژنې ته ادامه ورکوي.

موږ اروپا کې دافغانانو جرګه ،بلجیم کې اوسېدونکي افغانان او دنني لاریون ګډونکوي د پاکستان د آی اس آی اونظامیانو دغه او نورټول تروریستی عملونه او زموږپه هیوادکې هر ډول مداخلې اولاس وهنې یو ځل بیا په کلکه غندو او په دې توګه لاندې پرېکړه لیک صادروی:

۱- موږ د اروپایی اتحادیې له پارلمان څخه غوښتنه کوو چې دپاکستان پوځ او آی اس آی ټول هغه افسران چې زموږ هېواد په وېجاړېدو اودتروریستی بریدونو اونیابتی جګړې پر مخ بېولو اودبې ګناه افغانانو په وژلو کې لاس لري دجنګې مجرمینو په توګه نړیوالې محکمې ته راکش شې .

۲- موږ د ملګرو ملتونود امنیت شورا ، نړیوالې ټولنې او په خاصه تو ګه د ناټو او اروپایي اتحادیې څخه غوښنه کووچی چې دعملی اقداماتو په پیل سره افغانستان کې د پاکستان دتروریستی اعمالو مخنیوی وکړی.

۳- موږ داروپایی اتحادیې دهېوادونو نه غوښتنه کووچې پر پاکستان اقتصادی ،سیاسی او نظامی بندیزونه وضع کړی چې پاکستان مجبورشي په هغه هېواد کې موجود ټول تروریستی مرکزونه ړنګ اوټولې تروریستی ډلې له منځه یوسي .

۴-موږ نړیوالو ته بیا په ډاګه وایو :

پاکستان په جنوبی اسیاکې د بنسټ پالنې اوتروریزم دمرکز په توګه، نه یوازې دافغانستان دبې ثباتی اصلی عامل دئ چې ورسره جوخت داټومی وسلې درلودونکی هېواد په توګه دسیمې او نړۍ دامنیت لپاره په لوی ګواښ بدل شوی دی او مخکې له دې چې دنړۍ اولسونه دځان سره دتباهۍ خواته بوزي ،باید مخه یې ونیول شي .

۵- موږ همداشان په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالاتو نه هم غوښتنه کوو چې دافغانستان او امریکا تر منځ د امنیتی او دفاعی همکاریودقرارداد سره سم د افغانستان دخپلواکی ، ځمکنی بشپړتیا اونظام پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پر خلاف بیړني اوهر اړخیزه اقدامات سرته ورسوی.

اروپاکې دافغانانو جرګه او بلجیم کې اوسېدونکی افغانان ‎