کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ملي يووالي په نوم لويه غونډه جوړيږي

په کندهار کي د ملي يووالي په نوم لويه غونډه جوړيږي

په کندهار کي به ډېر ژر د ملي يوالي په نوم يوه لويه او پراخه غونډه جوړه سي.

په دې غونډه کي د ولسي جرګې د يوشمېر غړو ترڅنګ، همايون همايون، حميد زی لالی، ظاهر قدير، يونس قانوني، اسماعيل خان، عطامحمد نور، ډاکټر سپنتا، بسم الله محمدي، رحمت الله نبيل او د هيواد ځيني نوري سیاسي څهرې به هم ګډون وکړي.

ددې غونډ يوه غړی وايي چي د غونډي څخه هدف د حکومت چلينجول ندي بلکي ددې سيمي څخه د ملي يوالي په نوم ږغ پورته کول دي.

دغه سرچينه وايي چي دې سيمي له وختونو څخه په سياسي برخه کي مثبت رول ادا کړی او په همدې خاطر يې دا سيمه ددې غونډي لپاره مهمه وبلل.

سرچينه ددې غونډي په نوم هغه اوازې رد کړي چي ګواکی دا غونډه د مخکني ولسمشر حامد کرزي او يا هم د يو بل کس په لارښونه جوړيږي، او نه هم د حالاتو خرابېدل يې هدف دي.

جاويد احمد تنوير