کور / راپور / دمیرمن ټولنیزـ کلتوري بهیر شپږمه اوونیزه غونډه

دمیرمن ټولنیزـ کلتوري بهیر شپږمه اوونیزه غونډه

د ١٣٨٧ کال د جنګاښ په ٢٢ نيټه د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير شپږمه غونډه د بهير د غړيو ، مينه والو او يوشمير ميلمنوپه ګډون په استقلال ليسې فرهنګي مرکز په تالار کې جوړه شوه . غونډه چې د غرمې په دوو بجو پيل شوه ، چلونکې يې آغلې خاطره اسحق زۍ وه .


د غونډې په پيل کې طوبې ندا ساپۍ د تيرې غونډې رپوټ ولوست. ورپسې د رپوټ په اړه د ګډونکونکو نظر وغوښتل شو چې په دغه ترڅ کې راضيه نعيمي وويل : ګذارش ښه و خو ډير اوږد ليکل شوی و، له دې وروسته دې يوازې هغه مهمې خبرې راواخيستل شي او ګذارش دې لنډ وليکل شي . علم ګل سحر هم تر يوه بريده د ميرمن نعيمي د خبرو پخلى وکړ او وي ويل : زما په نظر هم که رپوټ لنډ وي دابه ښه وي خو که چيرې تاسو غواړﺉ خپل رپوټونه اوږده او په تفصيل سره وليکئ بيا کيدای شي چې ځينو مجلو ته يې د چاپ لپاره ورکړئ . نداساپۍ د پوښتنی په دود وويل : داخو د يوه خبر بڼه لري چې له يوې اونۍ څه بلې ته يې وخت تيريږي يا په بله وينا نوی کيږي نو د داسې موضوعاتو خپرول به د مجلو چلوونکو ته څه ګټه ولري ؟


سحر صيب يې په ځواب کې وويل : دا نه یوازې یو خبر کیدای شي بلکې دلته موږ په غونډو کې کره کتنې کوو او آن دادبیاتو په اړه ډیر ګټور بحثونه کیږي چې دا ټولو ته هر وخت په زړه پورې او دګټې وړ وي که په مجلو کې هم چاپ شي بې ګټې به نه وي.


ورپسې ليناشريفي درپوټ په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ : رپوټ که اوږد وليکل شي دا ښه کار دی ځکه هغه خويندې چې په تيره غونډه کې حاضرې


نه وي نو درپوټ په اوريدوسره د تېرې غونډې ټول بهير ورته په ښه توګه څرګنديدی شي .


ورپسې د میرمن بهير د ويبلوګ خبره رامنځته شوه ، ندا ساپۍ وويل ، هغې چې د کوم پښتو ويب سايټ سره د ويبلوګ د جوړولو خبره کړې ده تر اوسه يې کوم د هو يا نه ځواب نه دی ترلاسه کړی.


دې سره سم لينا شريفي وويل : موږ کولی شو په بلاګفا کې خپله ويب پاڼه جوړه کړو او له نورو ويب سايټونو  سره لينک ورکړو ، نو که تاسو راسره موافق یاست ، زه يې همدا سبا جوړوم .


راضيه نعيمي ، خاطره اسحق زۍ ، سحر صيب او ځينې نور کسان له لينا سره همغږي شول خو ندا ساپۍ مخالف نظر ورکړ هغې وويل : موږ ته دا نه ښايې چې په کوم بهرني ويب سايټ کې ويبلوګ جوړ کړو . تر هغو چې موږ ځانته ځانګړی ويب سايټ جوړوو نو ښه به داوي چې ويب پاڼه مو په کوم پښتو ويب سايټ کې وي ،دغه سايټونه هره ورځ په زرګونو افغانان ګوري.


د بحث په پای کې لينا وويل چې دا به د اوس لپاره په بلاګفا کې د بهير ويبلوګ جوړ کړي بيا که په پښتو ويب سايټ کې چا مرسته وکړه او ويبلوګ جوړ شو هغه وخت به د دې مواد هغه ته ولیږدوو .


ورپسې سحر صيب وویل چې لينا شريفي غواړي د ښځينه شاعرانو يوه تذکره ترتيب کړي . د غونډې ګډون کوونکو د ليناشريفي دا هڅه نيکه وبلله او هغې ته يې په دې برخه کې د برياليتوب غوښتنه وکړه .


ورپسې آغلې لېمې خپل تازه شعر کره کتنې ته وړاندې کړ


وروسته دشعر یو یو بیت ولوستل شو او په هر بیت یې دغونډې ګډونوالو خپل نظر څرګند کړ ، دشعر ځینې نیمګړتیاوې په ګوته شوې په ټولیز ډول دآغلې لیمې شعر ښه وارزول شو.


ورپسې علم ګل سحر او لینا شریفي دغزل په اړه معلومات وړاندې کړل ، او دمیرمن بهیر دغړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.


له کره کتنې او معلوماتي برخې وروسته خاطری اسحق زۍ دښځې په اړه  د يوه شعر په ويلو سره مشاعره پيل کړه چې ورپسې تورپيکۍ ، زرغونې رحمتي ، ندا ساپۍ ، لينا شريفي ، راضيه نعيمي ، بلقيس ودان،ماریا صدیقي ، محبوب الله محبوب او لیمې په ترتيب سره شعرونه او مقالې ولوستلې،وپتیل شوه چې راتلونکې غونډه ماریا صدیقي وچلوي او دخاطرې اسحق زۍ ادبي ټوټه کره کتنې ته وړاندې شي


غونډه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .