کور / تازه خبرونه / په پکتيکا ولايت کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي

په پکتيکا ولايت کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي

  د سه شنبې  په ورځ د پکتيکا ولايت د سې روضی او ارګون ولسواليو ترمنځ د ملکي وګړو په موټر پسي ماين چاودنه شوي چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي وژل  شوي.
د پکتيکا ولايت د والي وياند غمی خان محمديار لراوبر  ته وويل چې ياده پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو سراچه ډوله موټر په سيمه کې د سړک په منيځ کې په ښخ شوي ماين وربرابر شو .
نوموړی وايي چې په پيښه کې څلور تنه  ملکي وګړي وژل  شوی او موټر يې هم په مکمله توګه له منځه تللی دی .
تراوسه د پيښې پړا چا پر غاړه نده اخيستي