په نورستان کې بهرنيانو نن بيا ٣٠ تنه شهيدان کړل

د لراوبر اداره | جولای 14th, 2008


څوشيبې وړاندې د نورستان چارواکيو خبر ورکړ  چې ددغه ولايت د وايګل ولسوالۍ په  سيمه کې  د ايتلافي ځواکونو په ظالمانه  هوايي بمبار يوکې نيږدې ٣٠ تنه عام وګړي وژل شوي دي .


دنورستان دوالي وياند رضوان الله  وايې چې امريکايي ځواکونو تيره شپه دوانت وايګل ولسوالۍ دکټگل  او نن له غرمې وړاندې دنيشګرام په کلي کې پرعامو خلکو بمباري کړي ده .


 په نورستان ولايت کې ملکي وګړي دامريکايې تيارو په بمباردکې په داسې حال کې شهيدانيږي چې همدانن  چنګاښ په ٢٤مه،   دناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو   دخبر پاڼې په خپرولو سره   ويګل په جګړه کې د ٩ تنه خپلو بهرنيو سرتيرو دوژلنې شوي او ١٥ تنه نور ټپي کيدو خبر ورکړ  


خو د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا ددې اعلاميې په خلاف د ٢٠ تنه امريکايي سرتېري د وژل کيدو او يو شمېر يې ژوندي نيول کيدوخبره کوي


په نورستان کې دالومړى ځل نه دي چې ملکي وګړي په نښه کيږي لس ورځې وړندې  (د   ويګل ولسوالۍ   امريکايي ځواکونو بمبار کړى واود ځايي چارواکيو په وينا، ١٧ تنه عام وګړي چې  دولتي مامورين هم شامل وو،وژل شوي وو.


تيره اونۍ په ننګرهار کې نيږدې ٥٠ تنه چې دواده په مراسمو يې بمونه غورځولي وو وژلي وو اونهه تنه يې ټپيان کړي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024