کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بي وزله افغانان، بي رحمه ګاونډيان

بي وزله افغانان، بي رحمه ګاونډيان

درانه اټمونه په طبيعي ډول ټوټه ټوته كيدوته تمايل لري ، كله چي ورته دپارچه كيدو شرائط مساعدكيږي ، نويودرونداټوم دووكوچنيوسپكواټمونوته تجزيه كيږي اوبيانو يوه اندازه برخه دتشعشع په ډول له لاسه وركوي چي دغوتشعشعاتوته راډيواكتيف وايي .


دغه تشعشعات له اټومي چاودونووروسته ترډيرمهاله پوري پاتيږي اوزيات زيانونه له ځان سره راوړي .


داټومي ازمايښتونواوچاودونووروسته داټومي پاتي شونوښخول دهغوهيوادونولپاره چي له اټومي انرژي سره سروكارلري يوله ډيرومهموستونزوڅخه دي .


پاكستان اوهندوستان دوه سيال هيوادونه دي چي په كال ۱۹۹۹كي يي په دغه ډول اټومي ازموينولاس پوري كړي اوترهغه راوروسته په دوواټومي قوتونوبدل سوي .


په هغه مهال هندخپله اټومي ازموينه په سيندكي ترسره كړه خوپاكستان بيا دغه ازموينه دافغانستان پولي ته څيرمه په بلوچستان كي په يوه ژورڅاه كي چي ۱۵۰متره يي  ژورتيالرل ترسره كړل .



هغه مهال ويل كيدل چي ددغي  اټومي چاودوني څخه زيږنده راديواكتيف تشعشعاتوپه افغانستان كي دننه څوكيلومتره مربع سيمه هم ككړه كړي اوپه هغوولايتونوكي يي  چي پولي نيژدي پراته دي لكه كندهاراوهلمند ډول ډول ناروغۍ خپري كړي .


داسي هم ويل كيدل چي له چاودني وروسته پاته سوي اټومي پاته شوني يي افغانستان ته دننه راليږدولي اوهلته يي ښخ كړي دي چي لاتراوسه هم دغه ډول تشعشعات له هغوي څخه پورته كيږي .



افغانستان داسي يوهيواددي چي له ديرشوكلونوراپه ديخوا په بيلابيلوډولونودسيمي اونړۍ دتيريواومداخلوښكارګرځيدلي ، څنګه چي په دغوديرشوكلونوكي ډيريورهبرانواوواكمنانوله دغومداخله ګروهيوادونوسره تړاولرلي ، نه يوازي داچي دهغوي دمداخلواولاسوهنوپه وړاندي يي كوم كوچني عكس العمل لاهم نه دي كړي بلكي لايي ډيره هڅه كړي چي هريوله بل هغه څخه ډيردخپل بهرني بادارخدمت اوتابعداري وكړي .


اوپه همدي توګه نوافغانستان په دغوڅه باندي ديرشوكلونوكي يوبي خاونده هيوادووچي هرچابه چي څه غوښتل هغسي يي كولاي سواي .


هغوي له تيري ، ويرانۍ ، چور، چپاواوبالاخردافغانستان په خاوره كي داټومي پاتي شونوله ښخولوڅخه هم دريغ ونه كړاودغوغلامومشرانوهم يوه ورباندي كومه ګوتنيونه ونه كړه .



په تيرونهوكلونوكي پردغه ډول شايعاتومبني ډول ډول ګزارشونه وركول سوي اوپه رسنيوكي خپاره سوي خوهيڅ چاهم ورباندي غوږ نه وګرولي اوداموضوع يي جدي نه وه نيولي ترهغه چي دوي مياشتي وړاندي فارويق ورګ دغه خبره څرګنده كړه .


داچي ښاغلي وردګ ولي تراوسه دغه مهمه موضوع پټه ساتلي وه ، اوپه يوواري توګه يي دهغي په افشاكولولاس پوري كړاوبيايي ولي څوروځي وروسته بيرته ورڅخه انكاروكړ، اوداچي وروسته بيا ولي داموضوع رابرسيره سوه چي ولسمشركرزي يي د څيړلولپاره دښاغلي نظيفي په مشرۍ پلاوي په كاروګماره ، ټول هغه څه دي چي ټول يي حيران كړي اوداسوالونه يي زيږولي چي ولي له دغي مهمي اوعميقي مسئلي سره دغه ډول سست اوناسم برخوردسوي .


ډيري په دي باوردي چي دهلمنداوكندهارپرسرحدي سيموسربيره په توره بوره كي دامريكايي عملياتوپه ترڅ كي ، هم هستوي وسلي په لږه پيمانه كاريدلي اوله همدي امله د راديواكتيف تشعشعاتوپه اغيزددي سيمي خلګوته زياتونه اوښتي دي .


داچي څه وخت به وي چي په توره بوره كي ددي قضي ارزيابي وسي داسي څه دي چي اوس يي وړاندوينه نسي كيداي .


كله چي دسيمي اونړۍ هيوادونه په دي هڅه كي دي ترڅوافغانستان دتضادونواواختلافاتوپه يوه ځاي بدل كړي اويوپربل په افغانستان كي فشارراوړي، ددوي وسلي اومهمات په افغانستان كي ازمويل كيږي اوبيادنړۍ بازارونوته وړاندي كيږي ، افغانستان چي دهرفردبيه يي يوازي دوه زره ډالره محاسبه سوي ، څنګه  به داټومي پاتي شونودښخيداڅخه انكاروكړي .


ايادغه هيوادونه دافغانستان دخلګوپرحال رحم نه كوي ؟ كه چيري وانسان اوانسانيت ته دغه ډول احترام دهغوي په زړونوكي ځاي لرلاي ، نودهندوستان په سفارت كي به يي دخپل يوه حريف دوهلولپاره لسګونه بيګناه ماشومان ، ښځي اوعام لاروي افغانان نه وژلاي .


ځكه ټول هغه كسان چي اوس په افغانستان كي په رسمي يانارسمي ډول حضورلري ، دافغانانوپه وړاندي له هيڅ ډول جرم اوجنايت څخه صرفه نه كوي .


چي ډيره ښكاره بيلګه يي په تيره اونۍ كي د۲۵۰تنوبيګناه افغانانووژنه اودسلګونونوروټپي كيدل دي .


پاكستان هيخ كله هم دافغانانوپه وړاندي له هيڅ ډول جنايت څخه سفمانه ده كړي اونه يي كوي ، مګرمهمه داده چي ولي لاتراوسه چارواكي ددغي فاجعي په  وړاندي بي غبرګونه ناست دي اوپاكستان هم چپه خوله دي .