کور / تازه خبرونه / پيښور كښې افغان دولت ته دمطلوبوترهګروانكشاف …

پيښور كښې افغان دولت ته دمطلوبوترهګروانكشاف …

پيښور


دپاكستان دكورنيو چارو مركزى حكومت دصوبه سرحد ايالتى حكومت ته خبردارى وركړى چې په افغانستان كښې دترهګرى ګوندونو درې غړى پيښور ته داخل شوى .


دپاكستان مركزى حكومت دكورنيو چارو دجنائى جرمونو دمخنيوى مشرسيداسدرضا په لاسليك دصوبه سرحد دكورنيو چارو دوزارت دصوبه سرحد ائى جى پى او دجى ايف سى كمانډر په نوم په يو ليك كښې وئيلى شوى دى چې دافغانستان دكورنيو چارو وزارت پاكستان ته وئيلى دى چې په افغانستان كښې دترهګرى ګوندونو( REW)  او  ( RAAM ) درې ترهګر په پيښور كښې دى چې پكښې سپندى ګل دشاكس اوسيدونكى په قوم شينوارى پيښور كښې اوسيږى، مهابت خان دعجب خان ځوې شينوارۍ او حاجى حيات خان چې په شمشتو كښې اوسيږى ،  دپاكستان د كورنيو چارو مركزى وزارت خبر وركړى شوى چې دغه درې ترهګر كولى شى چې هركله وغواړى بمى چاوْدنې وكړى دوى دپيښور مهم تاسيسات او غوره سياسى شخصيتونه نخښه كولى شى  د 3-4008/o&I/:  نمبر مكتوب له مخې حاجى حيات خان ترهګر په پيښور كښې خپل ځان سره اووه ازبك ترهګر هم ساتلى دى .