کندهار،عالي دارالمعلين تحصلي کريډيټ سيستم عملي کو

حاجی پوپل | جولای 14th, 2008


په کندهارکې  دښونکودروزني عالي موسسه وايې چې دسنبلې دمياشتي له ملړني نېټي څخه به پخپل تدريسي چوکاټ کې دتحصيلي کريډيټ سيستم پيل کړي .


دتحصيلي کريډيټ سيستم سره يوزده کونکې کولاي سي چې په تدريسي مضامينوکې ټاکل سوي نمري ترلاسه کړي اوددوکلونودزده کړې پرځاي کولاي سي چې په يونيم کال کې له عالي دارالمعلمين څخه فراغت ترلاسه کړي .


دکندهاردعالي دارالمعلمين ريس وايې چې دتحصيلي کريډيټ سيستم له لاري محصلين اړکېږي چې په يوه مضمون کې دټاکلونمردترلاسه کولولپاره له انټرنيټ څخه نيولي بياترکتاب تون پوري دمطالعې له لاري خپل معلومات ترلاسه کړي .


تراوسه لا دښونکودروزني په عالي موسسه کې دنوټ اوليکچرله لاري تدريسي چاري پرمخ وړل کېږي .


په همدي موخه دکندهاردښونکودروزني په عالي موسسه کې دپوهنتون داستادانوپه ګډون يوورځني سيمنيارپه لاراچول سوي و.


دکندهاردعالي دارالمعلمين ريس عبدالصمدنظري وايې چې دتحصيلي کريډيټ ددرسي سيستم درواجوولوپه ترڅ کې به دښونکودکم والي ستونزي هم هواره سي .


دنوموړي په خبره چې ددغه تدريسي سيستم په مټ يوزده کونکي کولاي سي چې هم زده کړي وکړي اوهم خپل کورني اقتصادپياوړي کړي .


دم ګړي ډيرکم شمېرکسان دې ته زړه ښه کوي چې دشونکوپه عالي موسسه کې زده کړي وکړي .
خودکندهاردعالي دارالمعلمين ريس عبدالصمدنظري وايې چې ددغه مېتوددعملي کېدوسره به سم زيات کسان دښونکودروزنې په عالي موسسه کې خپلي زده کړي بشپړه کړي .


دکندهارپوهنتون ريس وايې چې دوى دتحصلي کريډيټ سيستم له تيرکال راهيستي پيل کړي او مومثبتي اعېزي هم عملي دوى ليدلي دي .


ډاکترحضرت ميرتوتاخيل زياته وي چې په دغه تدريسي سيستم کې محصيل ته دکارزيات چانس ورکول کېږي اوټول سيستم پرمحصيل محورۍ راڅرخي .


دم ګړي دهيواددښوني اوروزني په وړاندي دپرتوستونزپه سرکې دمسلکې ښـونکونشت والي هم هغه ستره نيمګړتيابلل کېږي چې ديوي سالمي ښوني اوروزني پروسه يې ټکنۍ کړي ده .


دلوړواونيمه لوړوزده کړوپه مرکزونوکې اوسنيوهڅوته په کتوسره داهيله پيداسوي چې ددغه ډول پروګرامونوپه  پلي کېدوسره به دښونکودنشت والي ستونزه تريوه بريه هواره سي .

Copyright Larawbar 2007-2024