کور / تازه خبرونه / سوډان: دفوټبال سياليو پرمهال د۲۳ تنو مړينه

سوډان: دفوټبال سياليو پرمهال د۲۳ تنو مړينه

  دسوډان په اومدرمان ښارگوټي كې د فوتبال دسياليو پر مهال ۲۳ تنه وژل شوي او له ۴۰ زيان ژوبل دي چې په وژل شوي كسانو كي يې ډ يرې ښځي او ماشومان دي .
 ځايې چاواكو رسنيو ته وويل  دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ځينو كسانو په زوره غوښتل لوبغالي ته ننوزي خو كوم وخت چې يې پوليسو مخه ونيوله ترمنځ يې اخ اوډب رامنځ ته شو او په لوبغالي كې ناست كسان له ويري په منډو كې تر پښو لاندي شول .ژوبل شوي كسان په روغتون كې تر درملني لاندي دي خو ويل كيږئ چې دډيرو حالت داندښني وړدي