کور / تازه خبرونه / په سوات كې اتلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په سوات كې اتلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په تېرا كې يو ځل بيا د لښكر اسلام او انصار اسلام ډلو تر مينځ په تازه نښته كې پنځه تنه ووژل شول او اته نور ټپيان دي .


د راپورو له مخې له تېرو دريو اونيو راپه دېخوا په جګړه كې ښكلې ډلې يو پر بل د درنو وسلو ډزې كوي چې له امله يې تر دا مهاله يو سل او درې دېرش تنه وژل شوي او تر دوه سوو زيات ټپيان شوي دي .


بله خوا بيا تېره شپه په سوات كې د پاكستان د امنيتي ځواكونو په يو امنيتي پوسته د نامالومو وسلوالو له خوا نهه توغندي توغول شوي دي چې پكې پنځه  تنه امنيتي پوليس ژوبل شوي دي .


 همدارنګه د سوات په ګولي باغ سيمه كې تېره شپه طالبانو دوه تنه پاكستاني پوليس له وسلو سره ژوندي تښتولي دي .


دا په داسې حال كې ده چې په يادو شويو سيمو كې اوس هم د پاكستان د حكومت له خوا د ځايي طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات دوام لري.