کور / راپور / نن چهارشنبه ترکيه د اسلامي همکارۍ د ګډ سمينار کوربه ده

نن چهارشنبه ترکيه د اسلامي همکارۍ د ګډ سمينار کوربه ده

نن چهارشنبه ترکيه د اسلامي همکارۍ د ګډ سمينار کوربه ده چي موضوع ئې د ډونالډ ټرامپ د هغه پرېکړي غندنه ده چي بيت المقدس ئې د اسرائيلو د پلازميني په حيث په رسميت وپېژانده.

ترکيې د ټرمپ پردغه فرمان ترټولو سختي نيوکي وکړې. رجب طيب اردوغان اسرائيل په يو ترهګر هيواد تورن کړ، همدا راز ئې د امريکا په هکله وويل چي لاسونه ئې په وينو ککړ دي.

وقبل انطلاق القمة، دعا أردوغان قادة دول المنظمة إلى اتخاذ موقف موحد بشأن القدس خلال اجتماعهم اليوم.

د سرمشريزي له پيله وړاندي اردوغان د اسلامي همکارۍ د سازمان پر ټولو غړو ږغ وکړ چي د بيت المقدس په هکله مشترک دريځ ولري.

بل خوا د ترکيې خارجه وزير عربي هيوادونه ملامت کړه چي د امريکا د فرمان په هکله ئې دريځ پس او غبرګون ئې پيکه وو.

د ټرمپ دا اعلان  تېره اونۍ په عربي او اسلامي هيوادونو کي د خلکو غصه را وپارول او په لسګونو زره خلکو د فلسطين په ملاتړ مظاهرې وکړي.

د ترکي چارواکو په وينا د ۳۰ اسلامي هيوادونو استازي په ياد کنفراس کي ګډون کوي چي د افغانستان، ايران، اردن، لبنان او نورو هيوادونو مشران شامل دي.

همدا راز د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم د استانبول په کنفرانس کي د ګډون لپاره ترکيې ته رسېدلی دی.