کور / تازه خبرونه / د افغانستان او ترکیې جمهور رئیسانو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان او ترکیې جمهور رئیسانو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې په څنډه کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې د مسایلو، د سولې پروسې او دوه اړخیزه همکاریو په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې. د ترکیې جمهور ریس  له جمهور رئیس غني څخه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې د ګډون او وینا له امله مننه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس په یاده ناسته کې د جمهور رئیس اردوغان د ګډون د بلنې قدرداني وکړه او د ترکیې په نوښت یې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده بریالۍ ناستې د جوړولو له امله مننه وکړه او دا  ناسته یې د فلسطین موضوع د حل لارو لټولو لپاره مناسب فرصت وباله.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، په اوسنیو شرایطو کې یوې مدبرانه رهبرۍ ته اړتیا ده چې پر اساس به یې د رامنځته شوې اجماع او رغنده مذاکراتو له لارې موجوده ستونزې حل شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د آیساف او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دې هېواد د همکارۍ مننه وکړه او هغه ترکي کمپنۍ یې وستایلې چې په افغانستان کې کار کوي.

جمهور رئیس غني  له جمهور رئیس اردوغان څخه وغوښتل چې  د ترکیې دولت سره راجستر کمپنۍ د افغانستان حکومت ته معرفي کړي، چې د تدارکاتي بهیر د پړاوونو له بشپړولو وروسته په ساختماني برخه او د زیربنایي پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس د جمهور رئیس غني د ښه نیت قدرداني وکړه وې ویل، هېواد به یې د همکار په څېر د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتي وي او  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه موږ به د معارف په برخه کې خپله همکاري زیاته کړو او چمتو یوو چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د مولانا جلال الدین محمد بلخي  پوهنتون  جوړ کړو.

دواړو لورو د اسیا زړه-استانبول پروسې په اړه بحث وکړ او جمهور رئیس غني له جمهور رئیس اردوغان څخه د یادې پروسې د جوړولو له امله مننه وکړه او هغه یې پر مهمو موضوعاتو د بحث په خاطر مهمه وبلله.

د ترکیې جمهور رئیس وویل چې راتلونکی کال به د اسیا زړه –استانبول پروسې ناسته د استانبول په ښار کې جوړه شي او زیاته یې کړه د دې ناستې ډېر تمرکز به د افغانستان  د ودې او پراختیا په اړه وي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ټولو  برخو کې سیمه ییز اتصال د همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د لاجوردو لارې د پرانېستلو لاسلیک یې  د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام وباله.

جمهور رئیس محمداشرف غني وړاندېز وکړ چې دوه اړخیزه اقتصادي کمېټه دې جوړه شي او په دې برخه کې دې د عملي ګامونو د اخیستلو لپاره خپلې منظمې غونډې پیل او دوام ورکړي. یاده موضوع د دواړو لورو د موافقې وړ وګرځېده.

د ترکیې جمهور رئیس د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د اعلان هرکلی وکړ او هغه یې د سیمې د وضعیت د تغیر لپاره مثبته وګڼله.

جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، زموږ او د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ موخه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت دی او د افغانستان حکومت به له رامنځته شوي فرصت څخه مثبته او موثره استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه دافغانستان حکومت تل مذاکراتو ته چمتو وو او اوس هم موږ په دوه بُعدونو کې له پاکستان سره دولت په دولت مذاکراتو او له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته په تېر کې هم بریالۍ ترسره شوي دي، چمتو یوو.

جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ وې ویل موږ چمتو یوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې اقدام وکړو او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموو.

جمهور رئیس غني د ترکیې استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې له ګډون او وینا وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.