کور / راپور / حوثيانو پر رياض توغندۍ توغولي دي

حوثيانو پر رياض توغندۍ توغولي دي

سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض باندې یو بالیسټیک توغندۍ شنډه کړې ده، دا توغندۍ د یمن حوثي یاغیانو ويشتلې او ددوی په وينا هدف‌ ئې د الیمامه شاهي ماڼۍ وه. د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي ویلي چې نن سې شنبه‌یې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» پر ریاض باندې یو توغول سوی ميزائيل شنډ کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم په فضا کي د لوګي وېډیوګانې خپرې سوي.

حوثي یاغیانو ویلي پر اليمامه شاهي ماڼۍ ئې توغندۍ توغولې ده او هدف‌یې د سعودي مشرانو یوه لویه غونډه وه.

د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه راپور نسته.

د سعودي ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان ایران په مستقیمو پوځي پاروونو تورن کړی او ویلي یې دي چې حوثي یاغیانو پوځي وسائل او وسلې ورکوي.

تهران وايي د سعودي تورونه بې‌ځایه دي.