کور / راپور / د کندهار لپاره د هند کونسل نن هلمند ته ولاړی

د کندهار لپاره د هند کونسل نن هلمند ته ولاړی

د کندهار کونلسګرۍ لپاره د هندوستان هيواد جنرل کونسل نن د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته ولاړی. هلته ئې د هلمند د والي حيات الله حيات سره د ناستې ترڅنګ په لښکرګاه کي د هند له لوري جوړ سوي کلينک ګټې اخېستنې ته وسپاره.

د هندوستان هيواد جنرل کونسل ښاغلی مدن سينګ او په کندهار کي د بهرنيو چارو ريس محمد ظاهر الکو نن له غرمې وړاندي لښکرګاه ته ورسېدل.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د هلمند والي حيات الله حيات له ښاغلي سينګ او د بهرنيو چارو له ريس څخه مننه وکړه، چي هلمند ولايت ته يې سفر وکړ.

همدا راز د هلمند والي له هندوستان څخه مننه وکړه، چې د نورو مرستو ترڅنګ ئې د افغانستان سره د غنمو مرسته وکړه، چې تېره اونۍ يې يوه برخه هلمند ته هم ورسېده.

ښاغلي حيات دنوموړي سره ددې ناستې پر مهال د هلمند ولايت پر امنيتي وضعيت سربېره د پرمختيايي چارو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وويل: دا مهال هلمند کي شاوخوا لس پروژې د هندوستان هيواد په مرسته، چي ځيني ئې ترکار لاندي او پاتي ئې بشپړي سوي دي، ددې ولايت د وګړو لپاره د ياد هيواد لورینه ده، چي هيڅ کله به هيره نه سي.

هلمند والي هيله وښوده، چې د پرمختيايي پروژو د لا زياتوالي ترڅنګ ياد هيواد د زده کړييزو بورسونو، د هلمندي وګړو لپاره د ويزو اسانتياو، معارف، روغتيا او فرهنګي برخو کي خپله پاملرنه لا زياته کړه.

د هندوستان کونسلر ښاغلي مدن سينګ وويل: هند د افغانستان سره د ښو او صميمانه اړيکو پر بنسټ چمتو دی، چي د افغانستان او په ځانګړې توګه د هلمند ولايت لپاره د پرمختيايي پروژو ترڅنګ، د زده کړييزو بورسونو او ګڼو نورو برخو کي همکاري لا زياته کړي.

ښاغلي سينګ د هلمند له والي څخه مننه وکړه، چي د مرسته سويو غنمو جوپه يې په ښه ډول را ورسوله او ډاډ يې څرګند کړ، چې د موجوده پروژو تر بشپړېدو وروسته به د لا نورو پرمختيايي پروژو مالي ملاتړ هم وکړي.

هلمند والي حيات الله حيات له هندوستان سره د ښو اړيکو او دې ولايت ته د ياد هيواد د پاملرنې په وياړ د هند کونسلر ښاغلی سینګ او د بهرنيو چارو ريس ښاغلي الکو ته ستاينليک او د رخام ډبرې څخه د جوړو سويو توکو ډالۍ ورکړې.

دا له ۱۳ کلونو وروسته د هندوستان سياسي استازی دی چي هلمند ولايت ته سفر کوي، او د راتلوونکي لپاره ئې د بنسټيزو پروژو او همکاريو ډاډ څرګند کړ.