کور / راپور / د بلخ مرستيال والي: دنده مي د عطاء محمد نور دبوټو حيثيت هم نه راته لري

د بلخ مرستيال والي: دنده مي د عطاء محمد نور دبوټو حيثيت هم نه راته لري

د بلخ مرستیال والي محمد بشير توحيدي حکومت ته چلنج ورکړی چي خپل وس وکاروي خو دی به له خپل دريځ څخه په شا نه سي.تېره ورځ د محلي ارګانونو د خپلواکي ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده رسنیو ته ویلي وه چي د بلخ د والي تر استعفا وروسته به دهغه مرستیال د سرپرستۍ چاري پر مخ يوسي. خو مرستیال والي نن وويل چي خپله څوکۍ او دريځ ورته د عطا محمد نور د زاړه بوټو حیثیت هم نه لري او تل به د عطامحمد نور تر څنګ ولاړ وي. نوموړي د ملي وحدت حکومت ته ګوتڅنډنه ورکړه که د خلکو مشروع غوښتني و نه مني نو د بحران پيل به له همدې ځایه وي. 

بشیر توحیدي د حزب وحدت اسلامي ګوند غړی دی او د افغانستان ژغورني ایتلاف له غړو څخه يو دی.