کور / راپور / کندهار والي: د پوليو په له منځه وړلو کي جدي هڅي کوو

کندهار والي: د پوليو په له منځه وړلو کي جدي هڅي کوو

دغه څرګندونې کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کي د يونسیف ادارې د پوليو څانګې د مسئولي ملیسا سره د يوې ليدنې پر مهال وکړې.

ښاغلي ویسا د پوليو وایروس يو جدي ګواښ وباله او په دغه ولایت کي يې د پوليو د پنځمي پيښې پر ثبتېدو خواشيني څرګنده کړه.

کندهار والي وويل، د پوليو په وړاندي د واکسین د تطبیق په اړه به د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مساجدو د ملا امامانو او مدني فعالانو سره خبري وکړي او هغوی به وهڅوي چي د واکسیناتورانو سره د واکسین په تطبیق همکاري وکړي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا هم د يونسیف ادارې د پوليو څانګي د مسئولي څخه غوښتنه وکړه چي د واکسین په تطبیق کي جدي کار وکړي او ټولو کوچنيانو ته واکسین تطبیق کړي.

په دغه ليدنه کي په افغانستان کي د يونسیف ادارې د پوليو څانګې مسئولي ملیسا د واکیسن په تطبیق کي د کندهار ولایتي ادارې هڅي وستایلې او زياته يې کړه چي همېشه يې ورسره مرسته کړې.

اغلي مليسا وويل، اداره يې هڅه کوي ترڅو ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان د پوليو په وړاندي واکسین کړي دغه وژونکی مرض د افغانستان څخه ورک کړي.

په ياده ليدنه کي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او د يو شمېر روغتيايي مرستندویه ادارو استازو هم خبري وکړې او د پوليو په له منځه وړلو کي يې د جدي هڅو خبر ورکړ.

دا په داسي حال کي ده چي نيويارک ټايمز مجلې په خپله يوه ګڼه کي په افغانستان کي د پوليو په هکله يوه مقاله کي ويلي وه چي د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالې د نړې په کچه د پوليو مرکز دی، په ياده ولسوالۍ کي څلور د پوليو پيښي ثبت سوي دي. په راپور کي ويل سوي چي د پوليو پيښي د شاوليکوټ په هغه سيمو کي رامنځ ته سوي دي چي طالبان ورباندي واکمن دي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکى "توبي لېنزر" اندېښنه څرگنده کړې چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د پوليو پېښې ډېرې سوي دي.

د ښاغلي لېنزر څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چي د افغانستان په سوېل، سوېل ختيځ او د پلازمېنې کابل په ختيځو سيمو کي د ماشومانو گوزڼ ضد واکسين نوى کمپاين پيل شوى.

ښاغلي لينزر د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي " د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د پوليو پېښې د نړۍ د هرې بلې ولسوالۍ پر تله ډېرې دي، او دې حالت سلگونو زرو نورو ماشومانو ته خطر پېښ کړى."

د نوي کمپاين په ترڅ کې به ٥.٥ ميليون ماشومان چي عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي د افغانستان په هغو سيمو کې واکسين سي چي په کي د ماشومانو د گوزن خطر ډېر دى.

افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ درې هغه هېوادونه دي چې د ماشومانو د گوزڼ پېښې په کې ثبت سوي دي.