کور / راپور / د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس کابل ته راغلی

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس کابل ته راغلی

جمهور رئيس اشرف غني د امريکا د مرستيال جمهور رئيس سره وکتل تېره شپه ولسمشر غني د امريکا د مرستيال ولسمشر سره چي کابل د لوړپوړي پلاوي په مشری راغلی ولېدل.

په دې لېدنه کي د اشرف غني په ګډون د ملي وحدت حکومت مشران هم حاضر وه. 

اشرف غني مايک پنس ته د هرکلي ترڅنګ د امريکايي سرتيرو له قربانۍ مننه وکړه چي د افغان ځواکونو سره ئې يوځای د تروريزم او نشه يي توکو پرضد مبارزه کړې ده. او د افغانستان سره ئې د امريکا د دوامداره مرستو مننه وکړه.

دواړو لوريو ۲۰۱۷ کال د افغانستان دامنيتي او دفاعي سکتور د انکشاف او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کي د لاسته راوړنو ډک کال وباله. 

اشرف غني د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د ستراتيژی ستاينه .وکړه او دا پاليسي ئې د سيمي د هيوادو په ګټه وبلل

مايک پنس هم له افغان ولسمشر څخه مننه وکړه او وئې ويل چي امريکا تل د افغانانو او افغان دولت ترڅنګ ولاړه ده او د په بيلابيلو برخو کي به امريکا د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. 

مايک پنس د افغان ځواکونو لاسته راوړني، د فساد پرضد مبارزه د سولي د پروسې او د غوره حکومتولی ستاينه وکړه.

ده دا هم وويل چي په سيمه کي د امريکا د پاليسي موخه په افغانستان کي سوله او ثبات راوستل دي