کور / د ماشومانو نړۍ / نن خلکوته خندا ما ته ژړا راتلل!

نن خلکوته خندا ما ته ژړا راتلل!

حبيب الله غمخور

 متاسفانه  زموږ په هيوادکي ددولتي چارواکو بزکشی اوپه ډله ايزورسنيو په تيره بيا فيسبوک کي دازموږ دوستان په خپلو ملي احساساتوزمانه  نن کورته په راتگ سره لاره ورکه کړه.

مجبورسوم  تر ډوډۍ  خوړلو وړاندي يوپه بل پسې ليکنې وکړم اوداددولتی قدرت تږي هيوادوالوته وپېژنم ،خو نور ستړی سوم .

راځم هغه ټکي ته چې همدا نن مې داروپاپروخت تريولس بجو وروسته پرېکړه  وکړه  چې ستاسوسره خپل دزړه راز اودرد شريک کړم .

بلې دوستانو! نن په سويډن کي دنوي کال دپيل له امله دژمی درې اونېزه رخصتی پيل سوه .اوپدې مناسبت دسويډن په ټولو ښوونځيوکي دشاگردانو او ښوونکو لپاره دخوښی ځانگړی  مراسم  ترسره سول .

زه دسويډن دمالمودښارديوې ښوونځۍ ددې خوښيودمراسيموننداره کونکی وم .دامراسم د ښوونځۍ دکنفرانسونو په لوي تالارکي ترسره سول .

ترهرڅه وړاندي ماداوليدل چې دشپږکلنو ماشومانو نه نيولی بيا ترلويانو داټول شاگرادان دښوونځۍ له مدير نه نېولې په کومه مهربانی له دوي سره چلندکاوه اوپه څومره  مهربانی سره  یې هر شاگرد ترخپل ځاي پوري رساوه .

ترهغه وروسته کله چي دشاگردانو په فعال گډون  مې هغه سندري واورېدې چې يوازي دماشومانو لپاره کمپوزسوي او ليکل سوي وې اوزما په څنگ کي ناسو ماشومانو داويل اوس به داسرندره واورو اودلاس په حرکتونو اوخوښېو سره  یې بدرگه کول اوټولي سندری ددوي په گډون ويل کېدي،پدغه وخت کي فکر يو وړم  اوله سترگومي بي واره اوښکي راجاري سوې .

ځکه هلته  يوه سندره وه چي ويل یې ،داټول دشاگردانو لپاره ،شاگردان  ترهرچا ښه دي،داټود ماشوم لپاره ،ماشوم ترهرچا ښه دی ، ماشوم بايد ښه ژوند ولري ،ماشوم دتعليم حق لري ،  فکرمې وکړه ،گوره دلته  چې له يوه سره بهرنيان ماشومان پدې ښوونځی کي درس وايي ددوي ژوند اوراتلونکي ته څومره جدي فکر کوي ؟ اوزموږ په وطن کي موږ دخپلو ماشومانو وژلو اودښونځیو په ورانولو اوسوځولونه ستړي کېږو.

ددې لپاره چې دهمدې ماشوما دراتلونکي په هکله فکر وکړي ،دځان په فکرکي دي اودخپل قدرت ساتلو لپاره ترهرڅه تيرحتی  دوطن ورانولوته دافغان ولس دگټوساتلوپه نوم حاضردي .

کله چې مې اوښکی بې واره جاری سوې يوه سويډني ښوونکي رانه په وارخطايي پوښتنه وکړه خيريت دی چې ژاړې ؟ ولې ؟

څه خبره ده ؟

 ما همدا دخپل وطن دماشومانوحالت او ددولتي چارواکو چال چلند اوبېغوری ورته  بيان  کړه .

هغه راته وويل هغوي له انسانيت نه بې خبره دي ،هير یې کړه ،فکر مه کوه ، هغه ته مي وويل سمه ده .

خوکاشکي  چې ما ددېڅ ولس دلوي او واړه پروړاندي دا بېغوری  هيرولاي سواي ؟اويامې له مغزه ايستلاي سواي .