کور / تازه خبرونه / ايتلاف ځواکونه د ډيورنډ په لوري و خوځېدل

ايتلاف ځواکونه د ډيورنډ په لوري و خوځېدل

په افغانستان كې مېشت اتلافي ځواكونه د شمالي او جنوبي وزيرستان په لور د افغانستان او پاكستان ګډې پولې ته ځانونه رسوي .
د جيو ټلوېزيون د راپور له مخې له تېرې شپې را په دېخوا په سيمه كې د امريكا د جاسوسي الوتكو زياتو اولوتنو د خلكو فام ځانته اړولى دى .


د يادې شوې سرچينې په وينا له تېرې شپې را په دېخوا د اتلافي ځواكونو د لېږد په وسايلو كې زياتوالى راغلى او ګڼ شمېر چورلكې ، توپونه، ټانكونه او موډرنې وسلې يې د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته رسولي دي .
د سرچينې په وينا په وزيرستان كې ګڼ شمېر خلكو له ويرې كورونه پرې ايښي دي .او ځانونه يې گوښه ځايونو ته رسولي.


سرچينې زياته كړې ده :


تېره شپه اتلافي ځواكونو د افغانستان او پاكستان په ګډه پوله د غلام خان، شوال ، امير چيمبر او الواړا سيمو ته ځانونه رسولي دي او په يادو شويو سيمو كې د ناټو د جنګې الوتكي په پراخه پېمانه الوتنې كوي.



دا په داسې حال كې ده چې د پاكستان حكومت په وار وار ويلي دي چې په پاكستان كې به بل چاته د علمياتو اجازه نه وركوي.

تبصره نسته

  1. اولاَ بايد ياده كړم غم تل د پښتون په سر وي او پدې كې به ډېر بيګناه كسان ووژل شي هغه منافقين به خوندي ځايونو ته لاړي چې دا وضعيت يې هلته رامنځ ته كړى دى، اسلامي امت ته خو ضرر يې ټولو ته جوته دى خو يو شى بايد په نظر كې وساتو هغه دا چې دا د پاكستان منافقين تل بيګناه افغانان په نښه كوي، ښوونځې سوزونې د سركونه ورنوي، ملا امامونو وژنې او هيڅ مو نه راپريږدي دوى داسې فكر كوي چې زموږ پيدا كوونكي پاكستان دى نه خداى.
    كه چيرته ناټو پر پاكستان بريد وكړي دا په ډېر ښه كار وشي، په پاكستان كې به ګډوډې رامنځته شي، بيچاره مظلوم افغانان به د دې فاسدو له ظلمونو څخه هير شي او دوى به پخپلو دردونو شي، همدا منافقين ؤ چې زموږ ملك يې په امريكايانو اشغال كړ، همدا منافقينو زموږ د شهيدانو وينې په غربيانو خرڅې كړي، زموږ د ملك سفير يې په امريكايانو خرڅ كړ نن بيا مو د امريكايانو سره د همكاري په تور وژني.
    كه چيرته بهرني ځواكونه دا منافقين پيژندلي وي.
    نن به انشاء الله د خپلو عملونو سزا ضرور ګوري او بايد ووايم چې د خداى( ج) موږ ټول ګوري هغه يو عادل ذات دى. يا الهي ته دا د پاكستان منافقين تباه او برباد كړي. امين
    ستاسې ورور سپين ګل ځدران