کور / تازه خبرونه / ګردېز : يوه لېسه ګټي اخيستني ته وړاندي شوه

ګردېز : يوه لېسه ګټي اخيستني ته وړاندي شوه

پكتيا- مركز ګرديز كي يوه لېسه ګټي اخيستني ته وړاندي شو:



تيره ورځ  دپكتيا ولايت مركز ګرديز كي د يوې لېسې د رغولو كار بشپړ او ګټي اخيستني ته وړاندي شوو، د غه لېسه چي د شاه قمبر ليسي په نوم ياديږي په يو وخت كي ۵۰۰ زده كوونكي پكي زده كړه كوي.


دا لېسه لس درسي خوني ، څلور اداري خوني او په دوه جريبه ځمكه كي  په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي ، چي  ټول لګښت يې  ۴۹۸۱۵  امريكايي ډالره شوي چي د يونسف مرستندويه اداري لخوا وركړل شوي.


دلېسې د پرانيستو پر مهال پكتيا والي ښآغلي الحاج جمعه خان همدرد وويل: د پكتيا شمله ورو مشرانو ته  مي تل ويلي او بيا هم وايم كه غواړي اوسنۍ ناخوالو او فقر ته د پاي ټكۍ كيږدي ، يواځينۍ لار مو زده كړه ده او بس ، خپل زامن او لوڼي مو ښوونځيو ته واستوئ .