کور / راپور / د(رنځوري هيلي) داستاني جونګ د ارزوني غونډه

د(رنځوري هيلي) داستاني جونګ د ارزوني غونډه

دروانی مياشتی پر دولسمه نيټه په لندن کی دافغان ليکوالود فرهنګی ټولنی پر نوښت دپښتو ژبی دښه داستان ليکونکی ښاغلی عبد الوکیل سوله مل شينواری دنوی داستانی اثر(رنڅوری هيلی) دارزونی يوه درنه غونډه جوړه شوی وه.غونډه چی دلندن پرشمال کی دافغانانو پر رستورانت کی جوړه شوی وه دښاغلی نجيب رحمانی له خوا دکلام عظيم الشان دڅو مبارکوایاتونو ير لوستلو پيل شوه غونډه دپښتو ژبی دوتلی ژورنالست ژباړونکی اووياندښاغلی داود جنبش له خوا پر مخ وړل کيده  .


په پیل کی په لندن کی دافغان ليکوالودمشرتابه جرګی په استازيتوب افضل ټکورخبری وکړلی اوددغه ډول غونډودارزښت اوپه لندÙ † کی دافغان ليکوالو دفرهنګی ټولنی له خوادنور غونډو او په خاص ډول دوکيل شينواری ددغه داستانی جونګ دارزونی په اړه لنډی خبری وکړلی بياښاغلی وکيل شينواری خپلی دوه لنډی کیسی ولوستلی.ددغی غونډی دوهم ويناوال دپښتو ژبی دډير ښه لنډه کيسه ليکونکی ژورنالست اوليکوال ښاغلی ايمل پسرلی وهغه دښاغلی وکيل شينواری دهغو لنډو کيسوپه اړه يوه مفصله کره کتنه ليکلی وه؛ هغه دليکوال ټولی ديارلس لنډی کيسی چی په دغه داستانی جونګ کی راغلی وی کره کړی او هری کیسی د څانګړ تيااو نيمګړتياو په باب يی په زړه پوری او هراړخيزی خبری وکړلی.ددغی غونډی بله ليکنه دپښتو ژبی دډير ښه ليÚ
 �وال او کره کتونکی ډاکټر لطيف بهاند له مسکونه نه راليږلی وه چی د ښه شاعر ښاغلی نظيف تکل له خوا ولوستل شوه دبهاند صاخب په ليکنه کی دوکيل شينواری دکيسو دشکل او محتوا په اړه بحث شوی وو.دبهاند صاحب له ليکنی وروسته پوهاند استاد مجاوراحمد زياردتيلفون په ليکه ددغه داستانی اثر په ژبنی او هنری اړخ لنډی او ګټوری خبری وکړلی استاد داود جنبش ددی پر څنګ کی چی غونډه يی پرمخ بوله خوددغو کيسو په اړه وويل چی ددی داستانی اثر يو ارزښت  زماپه نظر دا هم دی چی ليکوال دلومړی خل لپاره دافغانی ميرمنو په اړه کښلی دی سره له دی چی ليکوال دکتاب په پښتی ليکلی چی دافغانی ښځو يو تت انځور خو زه بيا وايم چی دا دافغانی مÙ�رمنويو روڼ انڅور دئ .


وروسته بيا ددری ژبی ډير ښه شاعر ښاغلی رضا محمدی ته وار ورسيد هغه دوکيل شينواری ددغه جونګ لنډی کيسی دروسی ژبی دليکوال چخوف او دنورو یو شمیر ليکوالو له اثارو سره مقايسه کړی وی. له ښاغلی محمدی نه وروسته دپښټو ژبی دښه کيسه ليکونکی او ژور نالست عبيدالله محک دښاغلی وکیل شينواری ددغه داسانی اثر(رنڅوری هيلی)په اړه خپل نظر دغونډی برخه والو ته وړاندی کړهغه په خپلو خبروکی وويل چی ليکوال په خپلو مخکی داستانی اثاروکی له دی نه ډیر کامیابه ښکاری په کار دا وه چی دی په دغه اثرکی  له هغو نوروډير پرمخ تللی وای دښاغلی محک دوينا بل ټکی داو چی هغÙ ‡ وویل دلیکوال په دغو داستانونو کی طن�يردی او په دغه برخه کی دليکوال هڅی يی  وستایلی ددغه داستانی اثردارزونی دغونډی وروستنی ليکوال ښه شاعر او ژورنالست ښاغلی ولی عبدالله وو هغه په خپلو لنډو خبرو کسی دليکوال ددغه اثر ټولی کيسی ډيری ګټوری وګڼلی او ليکوال  ته دډيرو بريو هيله څرګنده کړه.ددغی غونډی يوځانګړتيا دا هم وه چی دغونډی دبرخه والو له خواپو ښتنو ته ليکو الو په خپله ځوابونه ورکول. وروسته بييا ددغه جونګ په اړه يو ازاد بحث شروع شو چی دغونډی يوګڼ شمیر برخه والوله خوا ډيری پوښتنی طرحه شو ی چی داثر دليکوال ښاغلی وکیل سوله مل له خوا ځوابونه ورته ورکړل شول غونډه چی مازيګر په اوو بجو شروع شوی وه دشپی په لس نيمو بجو پای ته ورسیده.