کور / راپور / په کابل کې د ځانمرګي برید مسؤولیت داعش ډلې منلی دی ل

په کابل کې د ځانمرګي برید مسؤولیت داعش ډلې منلی دی ل

دوشنبه،۴،مرغومې،۱۳۹۶

داعش وسله والو کابل ښار د نن سهار ځانمرګي برید مسئولیت چې په شش درک کې د ملي امنیت ودانۍ ته څېرمه تر سره شوی و، په غاړه اخیستی دی.

د داعش ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل ښار د شش درک په سیمه کې د نننی ځانمرګي برید په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

یادې ډلې د ځانمرګي بریدګر یو انځور هم خپور کړی او ادعا کوي، چې دغه برید د محسن الخراساني په نوم د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند یو وسله وال له خوا ترسره شوی دی.

پیښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د ملي امنیت ریاست یو وداني ته څېرمه رامنځته شوې ده او د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو ویاند نجیب دانش وایي، بریدګر پلی و او د عمومي سړک پر غاړه یې ځان ته چاودنه ور کړی او د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.