کور / اقتصادي / په پکتيا کې د جلغوزو د پروسس مرکز جوړيږي

په پکتيا کې د جلغوزو د پروسس مرکز جوړيږي

په پکتيا کې د جلغوزو د پروسس مرکز او د شپږمليونه ډالرو په لګښت دوه لویې سړې خونې جوړيږيپکتيا والي ښاغلي شميم خان کټوازي نن ورځ د کرهنې له نوي ټاکل شوي وزير ښاغلي نصیر احمد دراني سره په لیدنه کې، نوموړي ته له ولسي جرګې څخه د باور رایې په تر لاسه کولو د مبارکۍ تر څنګ په دې ولایت کې د معاصر زراعت د ترويج او پیاوړتيا؛ او د کروندګرو پر ځان د بساینې پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، چې د پکتیا د کرهنې رییس ولید احمد تسل هم شتون درلود، پکتيا والي په خپلو خبرو کې د دې ولایت د لومړۍ درجه ولایت کېدو له امله د پکتيا د کرهنې ریاست د تشکيل د زیاتوالي، په پټان بندر کې د حیواني او نباتي محصولاتو د قرنطين د ایجادولو، د خاورې د لابراتوار، د جلغوزو د پروسس مرکز، کشمش خانو، د اوبو د ذخيره خانو، د ترويجي یونتونونو د ایجاد، د ابیارۍ د پروژو او بڼوالۍ د ترويج او پراخوالي او همدار راز د کرهنيزو فارمونو د احیا او بیا رغونې غوښتې وکړې.

د کرهنې وزير ښاغلي نصير احمد دراني په راتلونکي کال کې د بزګرانو د تقويې او د معاصر زراعت د پیاوړتيا په برخه کې د یو لړ بنسټيزو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه. نوموړي وويل، چې د پکتيا د جلغوزو د حاصلاتو لپاره به په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړ کړي. نوموړي په راتلونکي کال کې د بڼوالۍ د پراختيا تر څنګ په مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ کې شپږ مليونه ډالرو په مالي لګښت د دوو معاصرو سړو خونو د جوړولو ژمنه هم وکړه، چې په هرې یوې به یې درې درې مليونه ډالر لګښت راشي.