ليکنه : ماهر احسانزی

د پښتو ژبې په ادب کې عبدالرحمن بابا یو له هغه لوستو شاعرانو څخه و، چې د شاعرۍ ساده والي او سوچه توب يې له دده شعرونه يوازې تر درسي ځایونو ، مشاعرو ،ناستو را محدود نکړل ؛ بلکې په جوماتونو کې د ایت او حدیث وروسته د ملایانو خولې ته د دلیل لپاره پریوتل ، په جرګو کې سپين روبو او مشرانو د متلونو دښکلا او پياوړتیا لپاره ورغبرګ کړل ، خلکو او په تېره ښځو ورباندې فالونه ونیول ؛ ډېر عام شول اوس تفریبآ متلونه ګرځيدلي .د عبدالرحمن بابا شاعري دومره ځای ته د رسیدو يوه لو یه وجه ، دده په شعر کې د رښتینولۍ او واقعیت بیان دی ؛ ځکه انسان په فطري ډول غواړي واقعیت ترلاسه کړی ، او دا ځانکړنه د بابا شعرونو درلوده .

په نالوستو شاعرانو کې ملنګ جان و چې پښتانه له وطن سره د لرونکې مينې څخه انکار نشي کولی او که يې کوي نو د خپل قارم په پيژندنه کې چندان کې به په لوی لاس د ورانې سرې کرښې راکاږي .

ملنګ د هرې ديرې او هر تڼګ ټکور په وخت د خلکو ياد و ، د هرې غزا  او هر تړې په وخت به د د بهسودو د دې امین جان د زړه چيغې  راپورته کیدې .

ده شعرونه د ځان لپاره نه و لیکلي ، ځان او انلاد يې له وطنه ځارول لکه چې ورځار يې هم کړل .

ستاسو ځانو نه زما ځان لوګی شه

ستاسو بچو نه دواجان  لوګی شه

عبدالرحمن بابا دومره پخوا مړ شو ی چې ځينې اوس دادی د وفات په نېته کې هم سره يوه خوله نه دي ؛  د پښتانه قوم د ښې ورځې ملنګ ، امین جان مو هم په منځ کې نشته خو هنر چې د حیات د چېنې اوبه يې څښلي ، ددو ي شعرونه هماغسې د سندرغاړو ، مجلو ، راډیو ګانو، مشاعرو او نورو مختلفو لارو ددغې دواړو شعرونه دومره را ورسیدل چې تقریبآ او س يې هر بیت راته تکراري ښکاري .

تکراري شعر که هر څومره ښه هم وي نو د خلکو احساسات شيبې بلې ته روزي نه ، بلکې کمزوري کوي يې .

د رحمن بابا او ملنګ جان شعرونه په ادب کې د خپل ځانګړي ځای درلودونکي دي خو د خلکو د مړو شویو احساساتو را ژوندي کیدو او د ټولنې دبیا رهنمايې لپاره یو بل ملنګ یا عبدالرحمن ارمان و .

خدای د خلکوزړونو دا ارمان هم پوره کړ ؛ مطیع الله تراب يې ورکړ .

تراب د نن زمانې په هيڅ هم صرفه ونکړه را ښکاره يې کړل ، حاکم و که مزدور ، رییس و که مامور ، ډاکټر و که حتی شاعر او تبلیغي ټول يې خپلو مسوولیتونو ته ځير کړل .

په شخ سترګۍ يې د ددوی سپن سترګي ولس ته وښوده او ولس دې خداس لري پوره ناز ورکړ ، د ملنګ جان ځایناستی يې کړ .

تراب  مخکې لاړ ، چارواکو ته ورسید ، غوړې او ژیړې يې وخوړې ، سهر ماښام له هماغو سره په راشه درشه کې بوخت شو  چې ولس يې دی د رسواکولو لپاره ټاکلی وو .

خدای خبر څه تور سترګو وخوړ ، چې د ولس پدې ناپایانه مینه چې  دوهم ملنګ جان يې ورته وویل مغرور شو ، که دې ډاریانو ورباندې کوډې وکړي ، احساساتي شو ، د عبدالغفار خان (پاچا خان ) هغه انځورونه چې هتکړيو يې د پښتو په سر په پښو او لاسونو کې لارې جوړې کړې وي ونه لیدې ، په محمد ګل مومند پسې هغه ډندورې چې معتصب يې وباله ونه وریدې او د اجمل خټک زړه ته يې ونه کاته چې د زړه له وطنه او د مور له غیږې دلته په پردیس کې ژوند ته ورغاړې واته او شاعرې يې دې ځای ته را ورسوله :

يون ته د ټول پښتونستان پټکی په سر تړمه .

د امپراطورۍ هغه حق چې تر لوی احمد خان را وروسته او په لږو ډېرتوپير سره لمسي شازمان لبخي وروسته هیچا ترسره نکړ ؛ څومره په اسانه بل ته ورکوي .

همدرده تاته د سرو زرو کټور ي درکوم ـــــــ   که واک مې خپل شو نو لقب امپراطوري درکوم .

که ځينې خلم ووايې چې شعر معمولآ د څنګه ویلو سره تعلق لري نه دڅه ویلو سره او دتراب په شعر کې یاد شوي اشخاص د تراب احساسات را ښايې . دا سمه ده ، چې شعراو بل هر هنري اثر له څنګه ویلو او د الفاظو له کارونې سره اړیکه لري خو د تراب پورتني او دده په څېر نور هغه خلک چژ شخصیت يې د ټولنې لپاره منل شوی وي ؛ ځکه داسې نه و په کار :

۱ـــــــــــ د تراب په څېر خلک چې د سترو پنځونو او شعرونو هیله ترې کیدای شي ، د ټول ولس پرځای ځانکړي کسان چې په يوې مشخصه برخه کې يې چوپړ کړی وي ، يا يې نیت لري ، پر ولس يې تپل ښه نه دي .

۲ــــــــــ د پورتنیو بیتونو ټول نظم او په خينو ځایونو کې شعر د افغانستان پښتانه ، نړۍ او په کور دننه او بهر دښمنانو ، ورانکارو او يا که داسې ووایو ، چې دافغانستان نومې ځمکې د استوګنو تقریبا جغرافیه ، تاریخ او نور اړخونه بیانوي نو په دا دومره پراخه ځمکه او ډېرو خلکو کې همدا څو کسه د کار ، تقدير او لقبونو وړ دي ؟

شعر چې د احساساتو او عاطفو د را پاریدو ژبه ده او د شاعر پيغام او مفکوره باید د هنر په داسې ګاڼه کې ښکاره شي ، چې په اوریدو یا په لوستو يې د مخاطب احساسات راو پاریږي ؛ نو د تراب صاحب د شعر هره کړۍ او تقریبآ هره کلمه چې د لوستونکو احساسات بیخې له واکه وځي ؛ باید د سیاسي موخو او ګونديزو تبلیغاتو قرباني نه شي .

۴ـــــــــــ د تراب په بیتونو کې ياد شوي اشخاص به د قدردانۍ وړوي خوښا يې د شاعر یو مینه وال په نومونو کې داسې نوم پيداکړي ، چې پر ټوله معنايې کارونه ، ده ته معلوم وي او د پردې ترشا ، شاعر بل ډول خبر وي ؛ پدغسې مواردو کې په شعر او بل هر هنري اثر د بارو را کمیدو ویره را منځ ته کیږي او چې په ادبي کړنې د ټولنې باور ختم شو نو بیا يې د چا لپاره لیکي .

شاعر ، لیکوال او بل هر هنرمند سره ددې چې د بیان ازادي لري خو د خلکو زړونه هغه ړوخت لاسته راوړلی شي د ټول منلو فرضیو ،

.کلتورونو ، ویاړونو ، کدرونو ، ځایونو …کې په کارونه کې خورا له اختیاطه کار واخلو .