کور / اقتصادي / د افغانستان او هند ترمنځ دوهم هوايي دهلېز پرانستل سو

د افغانستان او هند ترمنځ دوهم هوايي دهلېز پرانستل سو

د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي کورېډور دویم هوايي دهلیز هم پرانیستل شوچهارشنبه،۶،مرغومې،۱۳۹۶

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، چې له دې وروسته به د افغانستان سوداګریز توکي او تازه مېوې د هوایي مسیر له لارې د الوتکو پر مټ هند ته صادریږي. 

ښاغلي الکوزي په خپلو څرګندونو کې وویل، د افغانستان او هند ترمنځ لومړني پرانیستي دهلیز مثبتې پایلې درلودلې نو ځکه هندي او افغان حکومت پرېکړه وکړه، چې دویم هوايي دهلیز هم پرانیستل شي.

دغه دویم هوایي دهلیز نن چهارشنبه د هند او افغان حکومت تر منځ پرانیستل شو، چې افغان افغان او هندي چارواکو له دغه دویم هوایي دهلیز څخه لا زیاته هیله مندي څرګنده کړه.

 د ولسمشر دویم مرستیال په همدې مناسبت په جوړو شو مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، چې د هند او افغانستان تر منځ به سوداګري تر دې هم پراخه شي او ددواړو هېوادونو سوداګرو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړل شي.

 هغه د یاد دهلیز پرانیسته مهم ګام کڼلی دی او په وینا یې افغانستان اوس له هغه حالته راوتلی، چې د خپلې سوداګرۍ لپاره د ځينو هېوادونو مسیرونو او بندرونو ته اړ و.