کور / علمي / موږ څوک يو

موږ څوک يو

ليکنه:  زاهد جلالي

موږ څوک يو، له کومه راغلي يو، دلته څه کوو او چېرته ځو. دا هغه پوښتنې دي چې هر ځای کې او هر دين او تمدن ته منسوب انسان سره وي. خو لږ خلک دي چې دا پوښتنې جدي نيسي او د ځواب په لټه کې يې شي. قرآن د دې په اړه وايي چې «موږ له الله راغلي يو او همغه ته ورګرځو». په اسلامي ادبياتو کې د يادو پوښتنو ځواب تصوف کې موندل کېږي. تصوف نه يوازې دا چې دغه پوښتنې ځوابوي، بلکې صوفي انسان د دغو پوښتنو ځوابونه مجسم کوي او د زړه په سترګو يې ويني. د حسين نصر يو ډېر مهم کتاب، د حقيقت باغ (The Garden of Truth)، په همدغو پوښتنو شروع کېږي او اول فصل همدا پوښتنې او د صوفيانو ځوابونه څېړي. د حقيقت باغ کتاب د تصوف نه يوازې علمي لارښود دی، بلکې عملي لارښود يې هم دی. دا د حسين نصر تر ټولو مهم اسلامي کتاب بلل کېدای شي. هغه يې مقدمه کې ليکي چې دا د پنځوس کلنې مطالعې او د صوفيانو د مجلسونو او له هغوی د زده کړې خلاصه دی. واقعيت دا دی چې د تصوف په اړه په معاصرو ليکل شويو کتابونو کې د دغه کتاب مثال نه ليدل کېږي. نصر ليکي چې شريعت يوه ستره دايره ده، حقيقت د دغې دايرې مرکز دی او طريقت يا تصوف له سترې دايرې څخه مرکز ته د رسېدو پر لور مزل دی. صوفيان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه حديث چې وايي «څوک چې ځان وپېژني، هغه خدای پېژندلی» جدي نيسي. طريقت د انسان حقيقت ته د رسېدو لاره ده او انسان له ظاهريت، ځان غوښتنې او جهالت څخه د حقيقت باغ ته دننه کوي. ژوند د هغه له نظره يو مزل دی. دغه مزل کې ډېر خلک «له کومه راغلي يو او چېرته ځو» په نامه د دوو معماوو ترمنځ اوسېږي، بلې خوا بيا مټيريالېستان وايي چې له هېڅ ځای څخه راغلي يو او هېڅ ته ځو. تصوف بيا د دغو پوښتنو د ځواب له پاره په انسان کې يو داخلي مزل پيلوي. دغه لار پر دې باور ده چې د انسان حقيقت د هغه په جنس، يعنې ښځه توب يا نرتوب، يا ظاهري وجود کې نه ليدل کېږي؛ بلکې زړه د حقيقت مرکز دی. د تصوف له نظره زړه ډېر مهم دی، ځکه دا د الله تعالی د اوسېدو ځای دی. يوه قدسي حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې په آسمانو او ځمکه کې ځای نه شوم، خو د مومن بنده په زړه کې ځای شوم. د زړه په مرکز کې د «زه» ريښه موندل کېږي او د «زه څوک يم» ځواب. د دوی له نظره د زړه حقيقت ته رسېدل د ځان هېرول او الهي ريښو موندل دي. يعنې تصوف د زړه انجنيري ده، ځکه خو صوفيان د زړه خلک، يا اهل دل بلل کېږي. له دې مقدمې وروسته حسين نصر د «زه څوک يم» پوښتنه ځوابوي. هغه ليکي چې انسان په ابتدا کې يوه ماده وه چې الله تعالی په کې خپل روح اچولی او دنيا ته يې د دې له پاره رالېږلي يو چې خپل حقيقت درک کړي او بيا هماغسې ژوند وکړي. خو ځان درک کول له داخلي تنوير څخه پرته ممکن نه دي. په دغه دنيا کې د انسان د اوسېدو اصلي موخه د الله عبادت دی او صوفيان بيا د عبادت بله معنا د الله پېژندل بولي. الله تعالی وايي چې ما جن او انس د عبادت له پاره پيدا کړي. د دې آيت تصوفي تفسير داسې دی چې ما جن او انس زما د پېژندلو له پاره پيدا کړي. الله تعالی وايي چې ما انسان په خپل صورت پيدا کړی، دلته له صورت څخه مطلب جسم نه دی، ځکه الله تعالی جسم نه لري، بلکې معنا د الله تعالی د ښکلو نومونو او صفاتو انعکاس په مخلوق کې ليدل کېږي او کامل انسان کې د الله د نومونو انعکاس بيخي ډېر وي.

د بنده ګۍ لوړه مرحله دا ده چې انسان ځان درک کړي، خپله فنا درک کړي او له دې لارې د خدای بقا وپېژني. قرآن او ټول ديني نصوص ظاهري تفاسير لري، خو تصوف له باطني او داخلي تفسير سره کار لري. صوفيان په دې باور دي چې قرآن ډېر باطني تفاسير لري، ځينې وايي چې اووه باطني تفسيرونه لري. بيا چې څوک خدای ته څومره نږدې وي، همغومره په باطني تفسير ډېر پوهېږي. حسين نصر هڅه کړې چې د فاتحې سورت يو باطني تفسير وړاندې کړي. ځکه د فاتحې سورت تصوفي تفسير د انسان پېژندنې او خدای پېژندنې آينه ده. له بسم الله هاخوا، د فاتحې درې ابتدايي ايتونو کې خدای پېژندل کېږي. څلورم آيت چې د الله د عبادت او له هغې د مرستې الفاظ لري، له الله سره د بنده اړيکه څرګندوي. د تصوف له نظره عبادت يوازې يو بشري فعاليت نه، بلکې د انسان بنده ګي څرګندوي او د خدای پېژندلو کيلي ده. الله تعالی فرمايي چې زه پټه خزانه وم، ومې غوښتل چې وپېژندل شم، نو مخلوقات مې پيدا کړل. له دې ښکاري چې د الله پېژندل د مخلوقاتو د پيدا کېدو اساس دی او د الله پېژندلو هڅه تر ټولو ستر عبادت. د فاتحې سورت درې نور آيتونه د انسانيت ژغورنه له ځان سره لري. د دغو درېو وروستيو آيتونو اولنی آيت پر مستقيمې لارې د برابرېدو دوعا ده. صوفيان وايي چې صراط المستقيم د خدای پېژندلو لار ده او بالآخره همدا طريقه او تصوف دی. له دې وروسته حسين نصر پر دې بحث کوي چې بشر يا انسان يعنې څه. د هغه له نظره د دې ځواب د ابن عربي په الانسان الکامل کې موندل کېږي. کامل انسان هغه څوک دی چې د الله تعالی اسما او صفات په کې منعکس کېږي. يعنې کامل انسان کې د انسانيت په حد کې رحم، کرم، علم، حلم، مينه او نور صفتونه په لوړه درجه ليدل کېږي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې دلته څه کوو او څه بايد وکړو، حسين نصر ليکي چې موږ په يوه خوب ويده يو او ويښېدو ته اړتيا لرو. تصوف غواړي انسان په دغه دنيا کې له اصلي مرګه مخکې ووژني او داسې څه پرې وويني چې نور انسانان يې له مرګه وروسته ويني. د مولانا مشهور شعر همدا مفهوم لري، هغه وايي: «بميريد بميريد، درين عشق بميريد». له مرګ څخه مخکې مړينه معنا دا چې انسان خپله فنا درک کړي او د خدای بقا. دا د روحاني استاد يا پير له شتون پرته نه دي ممکن. هغه څوک چې جهاد اکبر کوي، يعنې د خپل نفس د غلطو غوښتنو پر وړاندې جنګېږي، هغه رجال يا سړي بلل کېږي. مهمه نه ده چې دا دې سړي وي، ښځې هم دغه ډول رجال بلل کېدای شي. د قيامت په ورځ چې ټول خلک د خدای پر وړاندې ولاړ وي، هغه به اعلان کوي چې رجال دې يو قدم راوړاندې شي. خو په دغه دنيا کې د رجل کېدو پر لار تلل په کار دي. که څوک غواړي چې يو څوک شي، بايد خپله فنا يا هېڅ توب درک کړي. له دې سره د حسين نصر د دغه مهم، په زړه پورې او څه نا څه مشکل کتاب لومړی څپرکی پای ته رسېږي.