کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوي عيسوي کال د رارسېدو په هکله د مبارکۍ پېغام

د نوي عيسوي کال د رارسېدو په هکله د مبارکۍ پېغام

حبيب الله غمخور

سويډن –  مالمو د ۲۰۱۷ ز کال ددسمبر ۲۸

  دنړۍ په گوټ گوټ کښي اوسېدونکوپه ځانگړې توگه هغوته چې په هيوادونوکښي ئي عيسوی کال هنداره رسميت لري  د۲۰۱۸ ز کال درارسېدوله امله يو بل ته مبارکی  وايي په راتلونکي کال کي ورته دخوښيوخنه مالامال اونېکمرغه کال  هيله کوي  .

   برادران وخواهران گرامي وشرافتمند افغان  درسرتاسر جهان ! انجمن فرهنگی دوستی دسويډن  مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۱۸ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شماوخانواده هاي شماکه اين روز رادرکشورکي زنده گي ميکنند خجسته ميدانند مبارک باد ميگويم .  ارزومنديم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان کشورهاي جهان يک سال خوب،پرسعا دت  وکامگارباشد.

 دادی دنړۍ بې شمېره کړېدلی ولس  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی زکال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره پيلوی . اوس دنړېوال ناورېن اوناخوالوله امله  دوي يوڅه غواړي،هغه سوله ،ثبات  اوانساني کرامت ته درناوی . له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونوهيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله .په زيات شمير هيوادونوکښي لوږه، بېکاری،ناروغی،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې، اقتصادي ناخوالي،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سودا گري په ټول قوت پرخپل ځاي پاته وه،متاسفانه داچي کم نشول مخ پر زياتېدودرومی . زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۷ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټوي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي .متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال  کي ځانگي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي . پخوا طالبان اونورجگړه ماروه چي سوله یې له گواښ سره مخامخ کړې وه ،خو اوس يې پردې هيواد داعيش هم نازل کړ . اوداعيش يوه صاادراتي اوبېگانه پروزژه ده چي زموږ ولس ورته حيران پاته دی اوپوشتنه کوي دامريکا خوزموږ سره دملگرتوب لپاره خبري کوي نودا داعيش له افريقانه دلته څنگه راوزېږېد؟ ځکه  خو متاسفانه دبهرنيو زبرځواکو دسياليو په پايله کي په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی ،دزورواکانو، جنگسالارواوتنظيم سالارولخوا هرڅه ترپښو لاندي کيږي،داخوپرېږده چي اوس هر کس اوناکس زموږ دولس لخوا منل سوودولتي مشرانوته داسي گوت څنډنه کوي ته به وايي چې دا ټول واکمن همدا دوي دي .   دبهرنيو پلاس جوړو سوو ډلو ټپلوترمنځ دحاکميت ترلاسه کولوپرسرسيالي په درب روانه ده . زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان اوايران البته دنورو هيوادونو په ملاتړدافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پرمخ بيايي.دوي نه يوازي داچي په  وسلوسمبال دلته دافغان  وژنی اوورانۍ لپاره  خپل اجنټان رالېږي بلکې په افغانستان کي دننه دخپل هيواددلاسپوڅوپوسيله له خپلو ټولوامکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارونه استفاده کوي . په تيرعيسوی کال کې له يوې خواپاکستان څومياشتي په دوامداره توگه زمږ پاکه خاورپه توپواوراکټونو ويشتل په زرهاوکورنۍ موپه خپل هيوادکي دکورنوپرېښودلوته مجبورسول اودبلې خوا ايراني اخوندانوچي زموږ دبې گناه ځوانانوپه دارځړولوئې سترگې مړې نسوې بې شمېره کورنۍ دټولوانساني اواخلاقی نورموپر خلاف په وحشيانه بڼه له خپل هيوانه وايستل . دافغان ولس دتکرارغوښتنوسره متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي .همداډول نړيوالي ټولني له ايراني اخوندانو پوښتنه ونکړه اونه یې دافغانستان پر وړاندي ددوي دغير انساني دريز پر خلاف کوم بندېزو لگاوه . متاسفانه  دملگروملتوسازمان اوددې سامان دامنيت شورا دافغانستان په کورنيو چاروکي دايران ،پاکستان اونوروهيوادونو دبربنډو تيريو اولاسوهنو پر خلاف  پخپله کومه ځانگړې غونډه کي دامسله مطرح نکړه  .اونه هم دملگروملتو دسازمان په غونډه کي دپاکستان دپوځينانواوايراني اخوندانولخوا دافغانستان په کورنيو چاروکي مداخلوته گوت  نيونه وسول . که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړخونو،ډلو اوتنظيمونوسره بې له استثنا خبرې وشي اوهغوي  ته بيله کوم شرط نه دافغانستان په بياجوړونه کي دفعال گډون امکانات برابر شي. دا اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اوپه افغانستان کي دسولي اوثبات په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات دننه برابرشي . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی اودهرې نظر يې اوعقيدي خاوندوی دگډون امکانات  برابرسي . موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به  نړيواله ټولنه دنړۍ او افغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتونوته  جدی پاملرنه وکړي اوهغه ولسونوته چي دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي له دې کړېدونه دتل لپاره د نجات لاره ولټوي  . دبشردحقوقو داعلاميې له مخې دنړۍ ټول انسان دازاد،سوله ايز اوپه اقتصادي لحاظ دبسياژوندکولو دکارحق لري،له شاته پاته هيوادونوسره دپرمختللو هيوادونو بې پرې مرستې به ددې هيوادونو دخلکو دژوندپه اقتصادي غوړيدواوپرمختگ کي لويه همکاری وي .

 په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور