کور / راپور / له پوهنې وزارت سره د ۳۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۴ هوکړه لیکونه لاسلیک شول 

له پوهنې وزارت سره د ۳۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۴ هوکړه لیکونه لاسلیک شول 

د افغانستان د پوهنې وزارت له بېلابېلو موسسو او انجیوګانو سره د ۳۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت د مرستو او همکاریو ۱۴ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. دغه مرستې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونکو د ظرفیتونو پر لوړولو، د ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو پر جوړولو، د سواد زده کړو کورسونو، د محلي او چټکو زده کړو ټولګیو، د زده کوونکو لپاره د کانکور د چمتوالي، کمپیوټر او انګلیسي ژبې ټولګیو پر جوړولو، عامه پوهاوي، د درسي موادو پر برابرولو او په ټوله کې د ښوونیز نظام پر ودې او پیاوړتیا باندې لګېږي.د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې ددغو هوکړه لیکونو لاسلیکول خورا مهم وبلل او یادونه یې وکړه، چې پوهنې وزارت تل هڅه کړې د خپلو هر اړخیزو اوږد مهالو او لنډمهالو پروګرامونو پرمټ د پوهنې نظام ته په کمي او کیفي ډول وده او پراختیا ورکړي. ښاغلي شینواري د افغانستان له پوهنې وزارت سره د ملاتړو موسسو، انجیوګانو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې له مرستو او همکاریو مننه او قدرداني وکړه.

پوهنې وزارت لومړی هوکړه لیک له افغان روزنیز انستیتیوت سره لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په کابل، هرات، بامیانو، میدان وردګ، دایکنډي، بلخ، غور، پنجشېر او بادغیس ولایتونو کې ۲۸۰۰ تنه ښوونکو ته د روزنیزو سیمنارونو له لارې د تدریس نوي میتودونه او لارې چارې ور وښول شي. دغه پروګرام، چې د پنځو کلونو په ترڅ کې عملي کېږي ۳۳۲ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.

د یادو ۱۴ تړنونو له ډلې ۳ هغه یې د ستاره عرفان موسسې سره لاسلیک شول، چې د لومړي تړون پر بنسټ به یاده موسسه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د «راه ابریشم» په نوم ښوونځي ته یوه ۶ ټولګي ودانۍ جوړه کړي، په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، خوست او پکتیا ولایتونو کې به پر ښوونځيو ۱۰۹ خیمې ووېشي او په ننګرهار کې به د کاتب نجم الجهاد او بادینزي ښوونځيو، په کابل کې د میر افغان ښوونځي او په کاپیسا ولایت کې به د مراد خواجه ښوونځي ته د احاطې دېوالونه جوړ کړي. یاده موسسه به د دویم تړون پر اساس په کابل ښار، کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ او بدخشان ولایتونو کې د چټکو زده کړو ټولګي، د کانکور د چمتوالي او کمپیوټر او انګلیسي ژبې ټولګي او روزنیز مرکزونه جوړ کړي او دغه راز به نژدې ۱۴ زره زده کوونکو لپاره قرطاسه او درسي مواد برابر کړي. د درېیمې هوکړې له مخې به ستاره عرفان موسسه په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ او بدخشان ولایتونو کې د ۱۱۳۴ مېرمنو لپاره د سواد زده کړې ۲۷ کورسونه او د ۸۳۷ مېرمنو لپاره د خیاطۍ ۲۷ حرفوي کورسونه جوړ کړي. د یادو درې واړو تړونونو ټولیز ارزښت نژدې ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د پوهنې وزارت او د بریتانیا د جګړه ځپلو ماشومانو له موسسې سره د شوي تړون پر اساس به یاده موسسه په ننګرهار، لغمان او فراه ولایتونو کې د ۱‍۵ زره ماشومانو لپاره د محلي او چټکو زده کړو ټولګي جوړ کړي. دغه پروګرام د یوه کال په ترڅ کې عملي کېږي او شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

شپږم هوکړه لیک د پوهنې وزارت او ټي.ډي.اېچ موسسې ترمنځ لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې یاده موسسه د تخار ولایت په رُستاق ولسوالۍ کې د ۵۰۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره د سواد زده کړې ۴۸ ټولګي جوړ کړي. دغه پروګرام د یوه کال په ترڅ کې عملي کېږي او څه باندې ۳،۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

اووم هوکړه لیک د پوهنې وزارت او د جاپان د اضطراري موسسې ترمنځ د ۶۷۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو. ددغې هوکړې پر اساس به یاده موسسه دوه بابه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي او د پروان ولایت په چاریکارو ښار کې به ۳۶۰۰ زده کوونکو ته د حفظ الصحوي، د حوادثو د خطرونو د کموالي او نورو روغتیايي برخو په اړه روزنه ورکړي.

د پوهنې وزارت او وار چایلد کاناډا موسسې ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس به یاده موسسه په لوګر او کندهار ولایتونو کې ۹ زره زده کوونکو ته د محلي او چټکو زده کړو ټولګي جوړ کړي. ددغې هوکړې ارزښت ۵۵۶ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې د یو کال په ترڅ کې عملي کېږي. له دې موسسې سره د دویم هوکړه لیک پر اساس به په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د زده کوونکو د ساتنې او حفاظت ۱۹۲ کمېټې جوړې شي او دغه راز به د یادو ولایتونو ۳۸۰ تنه ښوونکي د تدریس له نویو لارو چارو سره بلد شي. ددې هوکړې ټولیز ارزښت نژدې ۳۶،۸ میلیون افغانیو ته رسېږي، چې د درې کلونو په ترڅ کې به عملي شي.

لسم هوکړه لیک، چې د پوهنې وزارت او کوار موسسې ترمنځ لاسلیک شو له مخې یې په تخار او کندهار ولایتونو کې ۲۶۰۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو ته ۵۶ د محلي او چټکو زده کړو ټولګي جوړېږي. ددې تړون ارزښت نژدې ۲۰،۲ میلیون افغانیو ته رسېږي، چې د یو کال په ترڅ کې به عملي شي.

په بامیانو ولایت کې د ۱۷۵ زده کوونکو لپاره ۴ بابه روزنیزو ټولګي د هغې هوکړې پر اساس جوړېږي، چې د پوهنې وزارت او نی قلعه موسسې ترمنځ د ۳۲۸ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شوه.

د پوهنې وزارت او د جهان ټولنیزو خدمتونو موسسې ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې چې ارزښت یې څه باندې ۹ میلیون افغانیو ته رسېږي د ۱۶۰ ښوونکو او مدیرانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د روزنیزو ورکشاپونو جوړول او په ننګرهار، لغمان او بامیانو کې د زده کوونکو لپاره د سپورتي لوبغالو جوړول شامل دي.

رلیف انټرنېشنل موسسه به له پوهنې وزارت سره د شوي تړون پر اساس په ننګرهار، کاپیسا او غزني ولایتونو کې ۴۰ تنه ښوونکو ته د ټیټ عمر د ودونو د کچې د را کمولو او د هغو د خطرونو په اړه روزنه ورکوي. دغه پروګرام د ۳۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت په یادو درې ولایتونو کې عملي کېږي.

څوارلسم او وروستی هوکړه لیک د پوهنې وزارت او ټولنیزو او تعلیمي خدمتونو له موسسې سره د نژدې ۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو، چې په ترڅ کې به یې یاده موسسه په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د ۳۰ بابه ښوونځيو زده کوونکو ته په بهر کې د تحصیلي بورسیو، ټافل آزموینې او په نورو بېلابېلو برخو کې ښوونیزې سلا مشورې ورکړي.