کور / راپور / د کامې د ډبرو په کان چور تالان روان دئ

د کامې د ډبرو په کان چور تالان روان دئ

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ماماخېلو په سیمه کې د قیمتي کاڼو یو کان کشف شوی دی. د ځايي خلکو په وینا دا کان د ماما خېلو څخه نیولې د مومندو د خوګاخېلو د سیمې پورې په غرونو کې پروت دی. او یوې ډلې پرې قبضه کړې وه چې په لاریو لاریو کاڼي به یې ترې بارول او د مومند ایجنسۍ له لارې به یې پاکستان ته لېږدول.


د ماما خېلو یو سپین ږيري د دې لیکنې لیکوال ته وویل چې د ګوشتې د سیمې غلام خان او د هغه لمسي ستوري په ماما خېلو کې په کان قبضه کړې وه او یوه لارۍ ډبرې به یې په څلوېښت زره کلدارې خرڅولې. د همدې سپین ږيري د وینا په اساس د خوګاخېلو په سیمه کې د کان ډبرې په همدې بیه د افغانستان د ولسي جرګې غړی فریدون مومند او ځیني خپلوانو له خوا پلورل کېږي.دا سپین ږيری وایي چې اوس د ماماخېلو خلکو د ماماخېلو د سیمې په کان قبضه کړې ده، د غلام خان او ستوري کسان یې ترېنه شړلي دي، او خپل کسان یې پرې ودرولي دي.


د ماما خېلو یو بل مشر ګل احمد بیا وایي چې دا کان د دوی حق دی او بل څوک حق نه لري د کان ډبرې خرڅي کړي، ځکه چې کان د ماماخېلو په سیمه کې پروت دی.


دا په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې  د هېواد کانونه د افغانستان د دولت ملکيت دی .او د ساتنې، ادارې او کارولو دپاره یې باید قوانین جوړ کړای شي. د افغانستان ولسي جرګې هم څه موده مخکې داسې قوانین منلي دي چې له مخې یې کانونه د ټول هېواد شتمني بلل کېږي. او د سیمه ییزو قومونو، ملکانو یا خانانو قبضه، اداره او استفاده غیر قانوني ګڼي.


دا په کره توګه معلومه نه ده چې د ماماخېلو او خوګاخېلو په کان کې څرنګه ډبره پرته ده. ځنې ځایي خلک وایي چې په دې کې په ايټمي وسلو کې کارېدونکي مواد( یورانیوم) دي او ځکه پاکستان کوښښ کوي چې د قاچاق له لارې یې لاس ته راوړي او په خپلو ایټمي وسلو کې ترېنه ګټه واخلي.


 ځینې نور بیا په دې باور دي دا د کرومایټو ډبرې دي.د ولسي جرګې یو غړي چې نه غواړي نوم یې یاد شي همدې ته ورته نظر لري او وایي چې په دې کان کې د کرومايټو ډبرې دي. نوموړی وایي چې کرومايټ د اوسپنې په ویلي کولو او د وسلو په جوړولو کې کارول کېږي او شاید همدا سبب وي چې پاکستان یې له قاچاقبرانو څخه په بیه اخلي.


سره د دې چې د ماماخېلو او خوګاخېلو د کان د چور تالان څو میاشتې وشوې، د افغانستان حکومت او د ننګرهار چارواکو په دې اړه تر اوسه کوم اقدام نه دئ کړئ .