کور / نثر / خپلي بې خوبۍ ميلماکړم

خپلي بې خوبۍ ميلماکړم

سرمې داسې په خپلوزنګانوکې راځوړندکړئ ؤتابه ويل چې څواونۍ يې خوب له سترګوالوتی ده اوزړه مې دخيالونوپه سمندرکې په موجونوموجونوڅاپې وهلې خبرنه وم دخيال بيړۍ له ځانه سره په همدې سمندرکې دومره ليرې وړی وم چې دوتلولاره مې نه له سترګوکيدله هڅه مې وکړه چې يوه ابادي مې په سترګوشي خوبريالۍ نه شوم په همدې وخت کې يولوی توپان راغلواودسمندرله څاپويې لولوی لوی غرونه جوړکړل همده بيړۍيې داسې ولړزوله لکه په شنه اسمان چې پرې تندرونه راپروزي دبيړۍ دلړزيدوسره سم په ځمکه راپريوتم ځان ته مې پام شوپه خړوخاوروکې ناست وم نه سمندرؤ،نه بيړۍ وه،نه توپان ؤ،يواځې يوه شيبه زمابې خوبۍ دخپلوخيالونوسره ميلماکړي وم .


 


دليکلو ځاي خوست تلويزيون ١٣٨٧/٤/٢٥/ دسه شنبي ورځ

تبصره نسته

  1. ټولو ته سلامونه وړاندې کوم،

    په زړه پورې لیکنه ده، خو زه به یې یو څو غلطۍ لوستونکو ته، په ځانګړې توګه ښاغلي لیوال ته ور پر ګوته کړم ۰
    سرلیک : د (("خپلي")) پر ځای خپلې
    (("میلما")) پر ځای مېلمه

    (("زنګانو")) پر ځای زنګنو
    (("کړئ)) » کړی
    "ؤ" »» وو
    په لمړۍ غونډله کې ښاغلی لېوال د ځان په باره کې کیسه کوي، خو کله چې (("تا به ویل ۰۰۰۰۰۰") ته راورسېږي، نو کیسه د دریم یو ګړي په باره کې شي، ځکه چې دا غونډله ("چې څواونۍ يې خوب له سترګوالوتی ده ")) د لمړي یو ګړي کس لپاره نه ده ، بلې د دریم یو ګړي کس په باره کې۰ کره بڼه یې داسې ده : تا به ویل چې څو اوونۍ مې خوب له سترګو الوتلی ده ۰

    "اونۍ" »» اوونۍ
    "په موجونو موجونو" : آیا دلته د مطلب دی چې د موجونو پر سر که د موج په څېر ؟ دا غونډله لږ څرګنده ولیکه چې ستا موخه مالومه شي چې څه وایې ۰
    "بیړۍ" »» بېړۍ
    "څاپې" »» څپې
    "لیرې" »» لرې
    " د وتلو لار مې نه له سترګو کېدله" »» د وتون لار مې تر سترګو نه کېده
    "آبادي مې په سترګو شي" »» ابادي مې تر سترګو شي
    "خو بریالۍ نه شوم " : ((بریالۍ)) د ښځینه نوم لپاره ستاینوم یا صفت دی، ماته خو داسې ښکاري لکه ته چې هلک وې ۰
    "توپان راغلو" »» توپان راغی
    "همده بیړۍ" »» همدغه بېړۍ
    "راپروزي" »» راپرېوزي
    "پریوتم" »» پرېوتم
    " ؤ" »» وو
    "شیبه " »» شېبه

    په درناوي

  2. ګران ورور ته له المان نه ، زه خو د په نامه پښتو دې اوسني ګرامر کښي درسره ناموافق يم … مننه