په ايران کي ۱۲ لاريون کونکي وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | جنوري 1st, 2018


په ايران کي د څو ورځو په پرله پسې لاريونونو کي د وژل سويو کسانو شمېر ۱۴ ته ختلی دی.د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي د هغه کسانو سره به قانوني چلند وسي چي په لاريون کي ئې تاوتريخوتلي ته لمن وهلې ده.

د ايران ټلويزون تائيد کړې ده چي شپږ کسان په همدان او درې تنه په اصفهان کي وژل سوي دي. د خوزستان د والي په وينا د ياد ولايت په پروني لاريون کي يو نفر وژل سوی او يو بل ژوبل سوی دی، همدا راز په لرستان د شنبې د ورځي په لاريونکي هم دوه تنه وژل سوي دي.

د ايران د ټلويزون په ويناامنيتي ځواکونو د هغه وسلوالو لاريونيانو مخه نيولې ده چي غوښتل يې پر رسمي موسسو او امنيتي مرکزونو بريد وکړي.

په ايران کي له پنځو ورځو راهيسته د حکومت د سياست او د ګرانيو پر ضد لاريونونه دوام لري.

د څلورمي ورځي لپاره هم په پرله پسې توګه تېره شپه د ايران د پلازمېني تهران په ګډون په ګڼو ښارونو کي لاريونونو دوام لاره. لاريون کونکو د حکومت د سياستونو پر ضد شعارونه ورکول او له حکومته ئې غوښتل چي د سوريې د حکومت له ملاتړه مخ راواړوي او په هيواد دننه کي د ايرانيانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024