کور / راپور / کيم جونګ اون: د اټومي بريد بټن مي په دفتر کي مخي ته پروت دی

کيم جونګ اون: د اټومي بريد بټن مي په دفتر کي مخي ته پروت دی

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون وايي: د اټومي وسلو د پيل بټن تل دده په دفتر کي دده مخي ته پروت وي ترڅو امريکا د جګړې وار له مخه نه کړي.ده په يوه ټلويزيوني وينا کي دا هم وويل چي د امريکا ټولي سيمي ئې د شمالي کوريا د اټومي وسلو تر هدف لاندي دي، ده ټينګار وکړ چي “دا ګواښ نه دی حقيقت دی”.

کيم جونګ اون دا يادونه هم وکړه چي بل لوري ته هيواد ئې د سولي او خبرو اترو لپاره هم دروازې پرانستي دي

دده په وينا شمالي کوريا به ژمنيو المپيک لوبو ته هم خپل استازی ولېږي.

د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د نوي کال د لمانځلو د مراسمو په څنډه کي پوښتنه وسوه چي د کيم جونګ اون د څرګندونو په هکله څه غبرګون لري؟

ټرمپ په ځواب کي وويل: ” وبه ګورو چي څه پيښيږي”.