کور / د ډيورنډ کرښه / تذکره که قباله!

تذکره که قباله!

غلام مصطفی بیدارلکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده د بریښنایی تذکرو په سر ناندری تراوسه دوام لری، زمونږ څو اساسی غوښتنی وی:

•           ډیزاین او طرح کی تغییر چی له مخی یی باید ډیورند کرښی سره رسمیت د انګریز په لاس جوړه شوی نقشه لیری شی. دا خاینانه عمل د دښمن په پیشنهاد د خاینینو لخوا شوی او دنړی په هیځ تدکره کی دیوی خاصی متنازع فیه جغرافیا نقشه نشته. د نقشی کارولو هدف او موخه څه ده؟ ولی دوی ته دا نقشه کارول اهمیت لری؟

•           دوهم تشکیل کی تبدیلی او تغیر چی ، تذکره د ملی امنیت پوری تړلی ارګان ده باید مستقله او ملی اداره اوسی … اوسمهال یی تشکیل تنظیمی او دروابطو پر اساس د جواسیسو اوخاینیو ډک ده. چی ملی ګټی ورته اهمیت نلری.

•           افغان او اسلام او ملیت پکی تسجیل چی له مخی د لراوبر یوافغان – مسلمان او پښتون قام ملی هویت خوندی کیده، وایی به مرگ بگیر که به درد راضی شود، دهغه خیانت له مخی چی دوی وکړو اول کی یی دا دوه کلمی خینی لیری کړی ترڅو د لروبر یوافغان شعار تر تاثیر لاندی راولی ،،،

•           قانون کی تعدیل او توشیح: تراوسه پوری د ثبت احوال نفوس قانون خپل قانونی ستونزی لری او د ناقانونه نامشروع پارلمان لخوا تصویب شو بیا پکی ځینی محدود تعدیل تصویب شو ، اوس هم اساسی ستونزه چی دتابعیت موضوع ده. د ملت اوجغرافیا  – مونږ پرون هم د افغان تذکره غوښته او افغان له آمو تر اباسینه اوسیږی،،، د افغانستانیت محدودی جغرافیا تذکری ویشل په خپل ذات کی په دیپلوماتیکه بڼه د ډیورند کرښی غیر مستقیمه رسمی کول او ریفرندوم ده، نړیوالو حقوقو پرخلاف، فوتو ژورنالیزم د اصولو پرخلاف، د ځمکمی بشيړتیا، ملی واکمنی، ملت د تعریف په خلاف…

 

له ښاغلو مبارزینو، سیاسی مفکرینو ، ملګرو، پښتنو ، خوانانو ..امنیت شوری ، ملی امنیت، رسنیو فعالینو په ډیر درنښت غوښتنه کوو ترڅو دی ملی موضوع ته خاصه پاملرنه وکړی، وخت ورته ورکړی، آواز پورته کړی، او د واقعی علاج مخکی له واقعی وکړی.

وقایه له معالجی بهتره عمل ګڼل کیږی، تاسو هریو خپل شخصی، حزبی، انفرادی او ګروپی امکانات وکاروی ترڅو چی ولسمشر دی موضوع اهمیت ته متوجه کړی او د داسی تاریخی خیانت نه یی مخنیوی وکړی .

اوس محال ددی کار اصلاح او توشیح امر  د ولسمشر د قلم کار دی، دی کولای شی سپین کارتونه بدون له نقشی نه تدارک کړی او هم د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزی اداری مشرتابه ته هدایت ورکړی ترڅو له ملی ارزښتونو سره ملندی ونه وهی.

همداشان د ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتیا، تاریخی جغرافیا، ملی ګټو دفاع پرهرافغان فرض ده، خپل تاریخی او حقوقی مسولیت ادا کړو، ترڅو راتلوونکی نسل راباندی سم قضاوت وکړی.

رسنی، ملی مشران، ځوانان، سیاسی حرکات، حکومتی کارمندان کولای شی ددی پیغام په رسولو کی ښه رول ولوبوی او دیو ستر خیانت مخنیوی وکړی، همدا شان د کرښی هاخوا د محکوم افغان پښتون او بلوڅ غږ مو پورته کړی وی…د یو ویښ ملت په توګه د یو بادرکه حساس پښتون قام په بڼه نن خپل غږ پورته کړی ترڅو سبا ارمان ونکړی او د خرابو عواقبو مو مخنیوی کړی وی.

خاینینو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او غیر ضروری ، خاینانه نقشی د کارولو مخنیوی په ټینګ عزم وکړی، څو کاله مو بریښنایی تذکره نه درلوده یو څه وخت نور یی هم نه اخلو،. هڅی هم انتخابات ټول یوځای کوو (پارلمانی او ریاست جمهوری) شپږم کال کی… ترڅو هم مالی امکانات ورته ولرو او هم تخنیکی…ولسمشر ته شین کارت به داوی چی د لوی افغانستان هرمبارز به ستا عسکر وی که دا ستونزه حل کړی او په راتلوونکی هم ستا حکومت تکراروو. که یی خیانت وکړو د لوی افغانستان هرمبارز به یی په وړاندی دریږی، د لویی جرګی له لاری، د انتخاباتو له لاری او هرممکنه لاری نه به یی مخنیوی کوو او راتلوونکی دوه کاله پوره کول به یی هم محال وی..

حل لاره

لمړی د سپینو کارتونو بدون له نقشی تدارک کوی..نقشی کارول غیر ضروری عمل ده..مونږ د افغانستان اصلی  نقشی کارول نه غواړو، د نړی په هیڅ یو کارت کی نقشه نشته…

دوهم په دیتابیس کی هم د نقشی لیری کول ضروری ده

دریم سپین کارت د تعدیل ضمیمه کړی او په رسمی جریده کی یی نوی تعدیل سره یوځای چاپ کړی

څلورم: کارمندانو او ټولو مشرانو ته یی لازم شفاهی اوکتبی هدایت وکړی چی نورداسی حماقت ونکړی.

پنځم: پښتانه مشران لری؟ سیاسیون لری؟، ځوانان لری؟ د قلم ، مسلکی فوتوژورنالیزم، ګرافیک ژورنالیزم – حقوقو کی تصویر، ګرافیک، کاریکاتور، نقشه اهمیت لری، نو نړیوالی محکمی ته دښمن ته سند برابرول خیانت ده… متوجه شی

 

لوی افغانستان