کور / راپور / د نيمروز والي: په افغان خاوره کي د ايراني ځواکونو د عملياتو خبر دروغ دی

د نيمروز والي: په افغان خاوره کي د ايراني ځواکونو د عملياتو خبر دروغ دی

د نیمروز والي په دغه سیمه کي د یوه ایراني یرغمل د خوشي کولو لپاره د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د عملیاتو خبر دروغ بللی دی.د یکشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسدران د قدس لېوا قومندان محمد ماراني وویل، چي ځواکونو یې د یوه ایراني انجینر د ژغورلو لپاره د افغانستان په نیمرزو ولایت کي عملیات کړي او پنځه یرغملګر ئې هم نیولي دي.

خو د نیمرز والي محمد سمیع تسل دا خبر بې اساسه وباله او زياته ئې کړه چي افغان پوله ساتي به هیڅکله هم بهرنیانو ته د افغانستان په خاوره کي د عملیاتو اجازه ور نه کړي.

د نېمروز د والي په وينا نه کوم یرغمل د ایران له خاورې افغانستان ته لېږدول سوی او نه هم ایراني ځواکونو په افغان خاوره کې عملیات کړي دي.

ښاغلي سميع تسل وايي: نیمروز د ايران سره ۲۳۶ کیلومتره ګډه پوله لري او د دې خبر له خپرېدلو وروسته یې له ټولو افغان پوله ساتو سره خبره کړې:

“د هغوی د معلوماتو له مخې دا ډول پېښه نه ده رامنځ ته سوې”.

د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګي قومندان محمد ماراني تېره ورځ وويل: د جهاد نصر شرکت یو انجینر د لیندۍ پر ۲۳ د ایران د زابل او هامون ښارونو ترمنځ یرغمل سوی وو او یرغملګرو د افغانستان نیمرزو ولایت ته د ځان سره بېولی وو.

برید جنرال ماراني دا هم وويل چي د سپاه ځمکنیو ځواکونو “د افغانستان په خاوره کي د بهرنیو عملیاتو” په مټ دا یرغمل ازاد کړی او پنځه یرغملګر یې نیولي چي دده په وينا “بهرني وګړي” دي.

خو د نیمروز والي تسل ټینګار کوي چي هيڅ ايرانی يرغمل سوی نه دی او نه هم افغانستان ته را لېږدول سوی.

د هغه په خبره، د داسې چا لپاره چې یرغمل سوی نه وي د خوشي کولو لپاره ئې عملیاتو ته اړتیا نسته او دا خبر ایراني چارواکو په تېروتنه خپور کړی دی.