کور / راپور / شهزاد محمدي تر يو کلن ځنډ وروسته د زمبابوۍ سره په لوبه کې لوبېږي

شهزاد محمدي تر يو کلن ځنډ وروسته د زمبابوۍ سره په لوبه کې لوبېږي

د زمبابوې پر وړاندې لوبډله اعلان شوه
د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د ټاکل شویو دوو شل اوریزو او پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه. د افغان ملي لوبډلې لپاره په ننګرهار کې یو روزنیز کمپ جوړ شوی و ، چې شپاړس ورځې یې دوام وکړ، دغه کمپ کې لوبغاړو ځانونه هر اړخیز چمتو کړل او غوراوي کمېټې یې وړتیاوې وارزولې ، په غوره شویو لوبغاړو کې شهزاد محمدي هم شتون لري، چې د کرکټ نړیوالې شورا تر نږدې یو کلن بندیز وروسته د نړیوالو لوبو لپاره ډګر ته ښکته کیږي. د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل، چې شهزاد په بشپړ ډول لوبو ته چمتواو پوره تږی دی، هیله ده دغه لوبو کې ښه ولوبیږي . ښاغلي منګل وویل چې شهزاد په لوبډله کې نه و ، نو د کرکټ بورډ له اداڼې بهر یې هغه ته د تمریناتو زمینه برابره کړې وه او هغه ترې پوره ګټه اخستې او ځان یې لوبو ته جوړ کړی دی. په پام کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله په شارجه کې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره دوه شل اوریزې او ۵ یو ورځنۍ لوبې وکړي ، لوبې د فبرورۍ له پنځمې نیټې پیلیږي چې هم د فبرورۍ میاشتې تر ( ۱۹ ) نیټې به روانې پاتې شي، دا لوبیزه لړۍ ( سیریز ) له هره پلوه افغانستان ته ارزښت لري، خو یوه لویه موخه یې د پنځوس اوریز نړیوال جام د غوراوي لوبو ته چمتو کیدل دي. چې ددغې لوبیزې لړۍ په پای ته رسیدو سره جوختې پیلیږي. له زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لپاره دغه لوبغاړي غوره شوي دي. ۱- محمد شهزاد، پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۲-عثمان غني، پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۳ – کریم صادق، پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۴ -اصغر ستانکزی ( لوبډلمشر ) ۵ – محمد نبي ( توپ وهونکی ) ۶ – نجیب الله ځدراڼ ( توپ وهونکی ) ۷- شفیق الله شفق ( توپ وهونکی ) ۸ – سمیع الله شینواری ( الرونډر ) ۹- ګلبدین نایب ( الرونډر ) ۱۰ – راشد خان : (ورو توپ اچونکی ) ۱۱- مجیب ځدراڼ : (ورو توپ اچونکی ) ۱۲- شرف الدین اشرف : ( ورو توپ اچونکی ) ۱۳ – شاپور ځدران تیز توپ اچونکی ) ۱۴ -حمید حسن : ( تیز توپ اچونکی ) ۱۵ – افتاب عالم : ( تیز توپ اچونکی ) د یو ورځنیو لوبو لپاره بیا د غوراوي د کومیټې له خوایو بل نوملړ خپور شوی چې په دې توګه دی: ۱- محمد شهزاد: پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۲ – محمد جاوید احمدي : پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۳- احسان الله جنت : پرانستونکی لوبغاړی ( اوپنر ) ۴- رحمت شاه زرمتی ( توپ وهونکی ) ۵ – اصغر ستانکزی : توپ وهونکی ( لوبډلمشر ) ۶ – نجیب الله ځدراڼ : ( توپ وهونکی ) ۷ – سمیع الله شینواری: ( توپ وهونکی ) ۸ – ناصر جمال : ( توپ وهونکی ) ۹ – محمد نبي : ( الرونډر) ۱۰ – ګلبدین نایب ( الرونډر ) ۱۱- راشد خان : ( لیګ سوکه توپ اچونکی ) ۱۲ – مجیب ځدراڼ : ( ورو توپ اچونکی ) ۱۳ – شرف الدین اشرف : (چپ لاسی ور توپ اچونکی ) ۱۴ – دولت ځدران : ( تیز توپ اچونکی ) ۱۵ – شاپور ځدران : ( تیز توپ اچونکی ) احتیاطي ( ریزرف ) لوبغاړي ۱- کریم جنت : ( الرونډر) ۲- افسر ځاځی : ( ویکټ ساتونکی ) ۳ – سید احمد شیرزاد : ( تیز توپ اچونکی ) ۴- نورعلی ځدران : ( پرانستونکی ، اوپنر توپ وهونکی )